ګل رحمان رحماني

 “Symbol”

سمبول يا سيمبول له ادبياتو پرته په عادي ژبه او علومو کې هم په پراخه ډول کارېږي او د يوه مفهوم ورکولو او د رمز يا نښې په توګه يې يو څه ته د ذهن رسېدو په برخه کې ډېره مرسته کړې ده.

   د نړۍ ځينې هېوادونه په ځانګړو سمبولونو په نښه شوي، د تهران د ازادۍ ميدان د ايران، شاه دوشمشېره د کابل، ايفل برج د فرانسې او … په همدې ډول ځينې سيمې هم په ورته ځانګړو علامتونو پېژندل کېږي.

   پر افغانستان د شوروي د تېري د مهال ژورنالستيکو او ادبي ليکنو يا شعرونو کې پخواني شوروي اتحاد ته د “سور ښامار” کلمه ډېره کارېدله، دا په حقيقت کې د روسي پوځ لپاره وضع شوى سمبول و چې نن هم زموږ ذهن ته همغه مانا تداعي کوي.

    په عمومي يا ټوليزمفهوم سره سمبول د يوه څه د پېژندني ظاهري او ښکارندويه نښه( علامه) ده. پوهان وايي چې سمبول هغه نښې ته ويل کېږي چې له خپل مدلول سره نه يواځې چې تشبيهي يا طبيعي اړيکه ولري، بلکې ترمنځ يې قرار دادي تړاو هم موجود وي.

   سمبول په پيل کې د شاعر فردي ځانګړنه وي، خو له پرلپسې تکرار او په ګڼو شعرونو کې له کارېدلو وروسته له فردي حالت وځي او په شاعرۍ کې جامعيت پيدا کوي.

   په افغانستان کې د کورنيو جګړو پرمهال ډېرې دردونکې کيسې د تاريخ په زړه کې ثبت شوې، هغه مهال افغان شاعرانو دې بدبختۍ او جګړې ته ګڼ سمبولونه کارولي او له خپل ليد لوري يې ورته کتلي دي.

په ادبياتو کې بيا د سمبول د کارونې پراخه او زياته ساحه په شاعرۍ ياني منظوم ادب کې ده، شاعران ځينې وخت د يوه څه د بيان او اشارې لپاره سمبول کارونې ته مخه کوي او کله کله په خپلو ځانګړې سيمبوليکه ژبه شهرت او نوم ته رسېږي.

لکه ورک لالونه بيا يې موندل ګران دي + چې له ژامې د ښاماره ستوري وځي

غشي راکوه چې اژدها په تندي وولم + موسکه راته مه کېږه چې نښه به خطا کړم

يوه شهيد شاعر راته په خوب کې وې کاروانه+ زه خو اژدها د پيښور وژلی يم

شايد دپيرمحمد کاروان نورو همعصره شاعرانو کې هم ځينو د ښامار سمبول کارولى وي، تر کاروان وړاندې شاعرانو به هم ترې کار اخيستى وى، د اروښاد مجروح د ځانځانۍ ښامار خو بيخي ستره کيسه ده، خو کاروان هر څه له عاطفې او هېوادنۍ مينې سره غاړه غړۍ کړي او د سمبول کارونې دا هنر يې د لوستونکي زړونه هم د مومو په څېر وېلى کوي.

خو خپله سمبول تشبيه او استعاره نه ده، تشبيه دواړه خواوې او نورې ځانګړتيا وې لري، په استعاره کې همدا بهرنۍ قرينه ده چې موږ لارې ته برابروي او د کلمې حقيقي او مجازي مانا سره وېشي، استعاره بيا په بهرنۍ قرينه ولاړه وي، خو سمبول بيا په کورنۍ يا ذهني قرينه تکيه کوي.

سمبول يا علامت يوه مانا په رمز سره بيانوي ،سمبوليکه ژبه له مفاهيمو او ماناوو سره د رمز اړيکه لري او مفهوم په کې په ډېر مهارت او پوهې سره را نغښتل شوى وى.

په هغه ټولنو کې چې د زغم او بيان ازادۍ کچه په کې ټيټه وي، نو د سمبوليزم ادبي سبک او او کارونه په کې محبوبيت مومي او د سمبولونو کارونه د انسان ذهن ته ازادي ورکوي او فکر په کې غوړېږي.

په شاعرۍ کې سمبول تر تشبيه او استعارې هم ډېر پيچلى دى، ځکه چې په سمبول کې د پوهېدنې لپاره کومه بهرنۍ لارښوده قرينه نشته، خو د حقيقي او مجازي مانا تر منځ کلک تړون دا کار تر سره کوي.

بله خبره داده چې په سمبول کله کله ژور ابهام وي چې له تشبيه او استعارې نه يې رېښې ژورې دي او د څرګندېدو لپاره مخاطب فکر کولو ته اړ باسي، د يوې مانا په ځاى څو ماناوې ورکوي.

   سمبولونه تر ډېره له لاشعوري حالتونو يا کيفيتونو سره تړاو لري او دا چې د سمبولېږم مخکښو شاعرانو يا سمبوليستانو ځينې مقيد شعري فورمونه نه خوښول او پر ځاى يې اوږدو نظمونو ته مخه کړه، نو لامل يې دا و چې هلته د لاشعور د محدوديت وېره کمه وه، خو بل خوا بيا د هغوى همدا اوږده نظمونه په ځينو برخو کې د ابهام ښکار شول.

   د ابهام بل لامل يې دا و چې د کلمې په کارونې او انتخاب کې يې دقت نه کولو او له ژور مشابهت او تناسب پرته يې کلمې د سمبول په توګه غوره کولى او دا کار په سمبول کارونه کې د ابهام رامنځته کېدو سبب شو.

په پښتو اوسنۍ شاعرۍ کې ګڼ شاعران سبموليکه شاعري کوي، سبموليکه شاعري يا سمبوليکه ژبه پر علامتونو يا سمبولونو ولاړه وي، د پيرمحمد کاروان، ارواښاد اسحاق ننګيال او درويش دراني شاعري له ځانګړو او ژونديو سمبولونو برخمنه ده.

د لیکوال نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *