تاند- د لومړي ځل لپاره به د منځنۍ اسیا د هیوادونو، هند او افغانستان د بهرنیو چارو وزیران د ازبکستان په سمرقند ښار کې راغونډ شي.
ترند خبري اژانس د ازبکستان د رسنیو په قول وویل چې دا غونډه به د شنبې او یکشنبې په ورځو (د جنورۍ ۱۲ او ۱۳مه) جوړه شي.
ترند د غونډې د سیاسي هدف یادونه نه ده کړې خو ویلی یې دي چې د منځنۍ اسیا د هیوادونو او هند په دې دیالوګ کې به افغانستان هم ګډون ولري.
ترند همداراز وايي چې د غونډې برخوال به په خپل منځ کې د سوداګرۍ د زیاتېدا لپاره پر همکاریو، د ترانسپورت او لوژیستیک د پراختیا، د صنعت په کلیدي برخو کې د پانګونې او ټکنالوژۍ د جذبولو، انرژۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ، طب، درملګرۍ، کرنې او همداراز کلتوري اړیکو، ګرځندوۍ ساینس او زده کړو په اړه خبرې وکړي.
په وروستیو کې د افغانستان له امنیت او د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره راکړې ورکړې ته د منځنۍ اسیا د هیوادونو په تېره بیا ازبکستان او ترکمنستان لېوالتیا زیاته شوې ده.
د ترند د راپور له مخې، په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف، د هند د باندنیو چارو وزیره سوشما سوارج، د قرفیزستان د باندنیو چارو وزیر چنګېز ایدربیکوف، د تاجکستان د باندنیو چارو وزیر سراج الدین محی الدین، د ترکمنستان د باندنیو چارو وزیر رشید مرادوف، او د قزاقستان د باندنیو چارو مرستیال وزیر مختار طلب بیردي ګډون وکړي.
همداراز به د دوی په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ریاني هم برخه واخلي.