تاند، چهار شنبه، د اسد ۱۷مه: د طالبانو مرستیال مشر ملا غني برادر پرون چهار شنبه د ازبکستان تاشکند ته رسېدلی او ویل شوي چې ازبکستاني چارواکو سره به د افغان سولې په پروسه وغږېږي.
د دغه سفر موخه د افغاني مذاکراتو د پيل لپاره زمینه سازي ښودل شوې او د دې امکان هم شته چې ازبکستان د سولې د بین الافغاني دریمې ناستې کوربه شي.
تر دې وړاندې د تېر کال اګست کې هم د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ازبکستان ته تللی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له یو شمېر چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې وې.
طالبانو تر اوسه له افغان سیاسیونو سره د سولې دوه ناستې کړې دي چې کومه نتیجه یې نه ده ورکړې او دا ناستې تر ډېره په افغاني لوري کې د طالبانو او پاکستان لخوا د درز ایجادولو په پار بلل شوې دي.