تاند، پنجشنبه د چنګاښ ۲۷ مه: د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په برخه کې د دولت وزیره سیما سمر وايي، د سولې هوکړه کې دې عدالت او د جګړې د قربانیانو حقونو ته پام وشي.
مېرمن سمر نن پنجشنبه کابل کې یوې ناستې ته وویل، هغه سوله به پایداره نه وي چې د جګړې د قربانیانو حقونه او عدالت په کې په پام کې نه وي نیول شوی.
نوموړې ټینګار کړی چې د سولې پروسه کې دې افغانې ښځې، مذهبي او قومي اقلیتونه او د جګړې د قربانیانو د کورنیو استازي شریک وي، تر څو دا پروسه په عادلانه ډول مخته ولاړه شي: (( داسې سوله باید ونه شي چې د اقلیتونو او ښځو په استازیتوب نور څوک په کې غږیږي.))
سیما سمر زیاته کړې، د افغانستان د سولې په پروسه کې یوازې باید د جګړې په پایته رسولو ټینګار ونه شي بلکې د داسې مثبتې سولې راتګ ته دې کار وشي چې د افغانانو ټولې غوښتنې په کې پوره شي: (( زما غوښتنه له هغو کسانو چې د سولې مذاکراتو کې هلې ځلې کوي دا ده چې د خپلو شخصي غوښتنو پر ځای ملي ګټې په پام کې ونیسي.))
نوموړې زیاته کړې د سولې هلې ځلې د هرکلي وړ دي خو په دې برخه کې دې بشري ازادیو او حقونو ته درناوی وشي.
سیما سمر پرون د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د مشرې په توګه یوه بله پنځه کلنه دوره بشپړه کړه او افغان حکومت یې پر دغه اداره ۱۸ کلنې ولکې ته د پای ټکی کېښود.
اوس نوموړې د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو برخه کې د دولت وزیره ټاکل شوې او د بشري حقونو کمېسیون ته شهرزاد اکبر د رئیسې په توګه استول شوې ده.
دغه راز اسدالله یوسفي، بنفشه یعقوبي، محمدایوب یوسفزی، سیداحسان خلیق، شبنم صالحي، شکرالله مشکور، محمدنعیم نظري و راضیه صیاد هغه کسان دي چې تازه د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنران ټاکل شوي دي.