په نړۍ کې تر نن ورځې پوري د حقوقپوهانو په منځ کې د سمندري غلا (piracy) او غلو د تعریف په برخه کې خورا زیات اختلافات شته.

په عنعنوی نړیوالو حقوقو کې سمندري غلا په لاندې ډول تعریف سوې ده:

د جرم، د چا مال ته د تاوان د رسولو، د کوم هیواد ګټو ته د تاوان د رسولو،او یا هم د کومې بل غیرقانونې کړنې د ترسره کولو لپاره په لویو سمندرونو کې په بیړیو کې ګرځیدل او پورته اعمال ترسره کول عبارت دي له سمندري غلا (piracy) څخه، او د دغه کړنی ترسره کوونکی ته Pirate یا د سمندري داړه مار ویل کیږی.

په اوسني وخت کې هم ډیرو پوهانو د سمندري غلا په باره کې تعریفونه وړاندی کړي دي ، خو که چیری دی تعریفونو ته په ځير سره وګورو نو موږ دې نتیجې ته رسیږو چې : هر هغه غیرانسانی او غیرقانونی عمل چی په سمندر کې کېږي د سمندري داړه مارۍ په نامه یادیږي، او یوه بله خبره یاد لرئ هغه دا چې دغه ډول کړنې همیشه د شخصی ګټول لپاره کیږی.

د امریکا فیډرال محکمې بیا ویلي، هره هغه بیړۍ چې په سمندر کې د حرکت او سفر په حالت کې وي باید په یوه هیواد پوری اړه ولری، که چیری داسی یوه بیړی ومندل سی چی په کوم هیواد پوری اړه ونلری نو هغه بیړی ته Pirate-Ship یا د سمندری غلو بیړی ویل کیږی او دا حتمی نه ده چی باید په بیړی کې مهمات او د غلا لپاره سامان موجود وی.

د سمندری غلا قانون Piracy Law د جینوا په کنوانسیون کښي په کال 1958 منځته راغلی دی ، او د دغه قانون په 15 ماده کې Piracy داسی تعریف سوی ده :

هر غیرقانونی، غیر انسانی، او د تشدد څخه ډک عمل چی د یوشخصی هدف لپاره په سمندر کې د یوی کښتي د عملی / مسافرو لخوا د یو چا یا د یو دولت یا د یوی بلی کښتی په مقابل کې ترسره کیږی عبارت دی له Piracy یا سمندری غلا څخه.

Pirate Ship یا د داړه ماری کښتی عبارت ده له هغی کښتی څخه ده چی کنټرول او هدف یی په سمندر کې نورو کښتیو ته د تاوان رسول وی ، په کښتی کې ټول سپاره کسان د Pirates یا سمندری غلو په نامه یادیږی ځکه دوی د Piracy عمل ترسره کوی.

د تشدد او غلا اعمال چی کله د نامعلومو خلګو لخوا ترسره کیږی نو Piracy یی بولی ، که چیری دا کار د کومی جنګی یا دولتی بیړی پواسطه ترسره سی نو هغه بیا Piracy نسی کیدای ځکه تر شا یی شاید کوم دلیل وی چی یو دولت پر کومی کښتی برید کوی، او د دولتونو دغه ډول کړنو ته د قوانینو او خصوصآ د سمندری قوانینو تر پښو لاندی کول ویلای سو. سمندری داړه ماری اکثرآ وخت د سمندر په هغو برخو کښي ترسره کیږی چیری چی د دولتونو کنټرول کم یا بیخی نه وی ، بله مهمه نقط چی باید یاد مو وی هغه دا ده چی که چیری د یوی بیړی عمله د کوم غیرقانونی عمل په ترسره کولو کې ناکامه سی بیا هم دوی په Piracy کښي شامل دی.

که چیری سمندری غلا د داسی یو ګروپ یا خلګو لخوا ترسره سی چی هیواد او تابعیت یی معلوم نه وی نو د یاغی سمندری داړه مارانو یا Unrecognized Pirates په نامه پيژندل کیدای سی.

د سمندری غلو د محکمه کولو لپاره هر هیواد ځانته خاص قوانین لری او د واک محدودیتونه لری ، او کولای سی چی سمندری غله تر هر ډول تحقیق لاندی ونیسی او د هیواد د قوانینو مطابق ورته جزا ورکړی.

یو نړیوال قضاوتپوه موور د سمندری داړه مارانو په باره کې داسی وایی، سمندری داړه ماران د بشریت دښمنان دی او هر هیواد حق لری چی ګیر یی کړی او سخته جزا ورته وټاکی ترڅو نورو ته عبرت وګرځی ، او د دغه غلو د ګرفتاری په وخت کې د دوی سره ټینګ سوی مال او دارایی د هغه هیواد ګرځی چا چی ټینګ کړی وی.

په 18 پیړۍ کې د سمندری غلو سره د ټینکیدونکی مال او کښتۍ د ملکیت په باره کې لږ څه تغیرات راغلل ، خو دا مسایل ټول د هیوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکی تړونونو او اړیکو پواسطه حل کیږی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *