تاند، شنبه د جدي ۱۴مه: چارواکي وايي، د سمنګان په ایبک ښار کې یو پلار خپله ۱۷ کلنه پېغله لور وژلې ده.
د سمنګان د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمنیر رحیمي تاند ته پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه تېره شپه د ایبک ښار به جرمګري سیمه کې یو پلار خپله ۱۷ کلنه لور خالده په ډزو وژلې ده.
ښاغلی رحیمي وايي، پولیسو د خالدې قاتل پلار نیولی دی او په لومړنیو پلټنو کې یې په قتل اعتراف کړی خو وايي، په لور یې له قصدي ډزې نه دي کړي، بلکې په خطا کې ترې لګېدلې ده.