تاند، یکشنبه، د سنبلې ۲۴ مه: د ملي دفاع وزارت وایي، د سمنګان لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي نورالدین په یو هوایي برید کې له خپلو څلورو نورو ملګرو سره وژل شوی دی.

له دفاع وزارته تاند ته استولې خبرپاڼه وایي چې دغه برید نن سهار ۹ بجي د دې ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې شوی دی.

د معلوماتو له مخې د طالبانو وژل شوي والي په دغه ولایت کې پراخ فعالیت درلود چې نن د توقسن کلې ته په لار وه چې د هوایي برید ښکار شو.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلې، خو په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د دې ډلې تروریستي فعالیتونه زیات شوي او له تیرو دوه ورځو راهیسې یې د دې ولایت مخابراتي شبکې تړلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *