تاند، دوشنبه، د میزان ۲۹مه: د سمنګان پولیسو په ایبک ښار لومړۍ حوزه کې ی ۵۰ کلن سړی پر یوه درې کلنه نجلۍ د جنسي تېري په تور نیولی دی.
د سمنګان د امنیه قومندانۍ ویاند منیر رحیمي وايي، دا سړی حیات الله نومېږي او د جنسي تېري د قرباني نجلۍ کورنۍ ورته ویلي چې حیات الله یوه میاشت وړاندې د ایبک ښار په ګل قشلاق سیمه کې د دوی پر ۳ کلنه لور ۵ ځله جنسي تېری کړی دی.
خو د حیات الله په نوم کس بیا دا جرم نه مني او وايي، د نجلۍ کورنۍ پرې تور او تهمت پورې کوي.
بلخوا د امنیه قومندانۍ یوه سرچینه وايي، د دغې نجلۍ کورنۍ یوه میاشت وړاندې د لومړۍ حوزې پولیسو ته مراجعه کړې وه او د پېښې په اړه یې شکایت ورته کړی و خو امنیه قومندانۍ کې له حیات الله څخه درې لکه افغانۍ رشوت اخیستل شوی او خوشې کړای شوی دی.
خو د سمنګان د امنیه قومندانۍ ویاند منیر رحیمي بیا دا خبره ردوي او وايي، د لومړۍ حوزې جنايي مدیر یې په دې پېښه کې د وظیفوي غفلت له کبله له دندې شړلی دی.