د حدیث له مخې په کور کې د سپي ساتل ناروا ده خو یو کوچی کولای شي پخپل کور کې سپی وساتي ځکه هغه يې د خپل کور او رمې د ساتني لپاره ساتي.
د پورتنۍ بیلګې د ذکر کولو موخه دا ده چې که موږ د خپل کار وړ توکي د ښو او مثبتو موخو لپاره وکاروو، فکر کوم چې له ځان او وخت سره به مو امانت کړی وي.
په مجلس کې یوه کس په ټولنیزو رسنیو پسې بد او رد ویل، ورته مې کړله چې که همدا ټولنیزي رسنۍ (فیسبوک، ټویټر، انسټاګرام…) په نېکو کارونو کې وکاروو او مثبته ګټه ترې واخلو نو همدا ټولنیزي رسنۍ دي چې د یوه ادیب دنده هم ترسره کولی شي او د یوه ملا، شاعر، ډاکټر او داسې نورو رول هم لوبولی شي.
د تېرو څو کلونو د څېړني پر اساس په ټوله نړۍ کې اسیا هغه لویه وچه ده چې انټرنېټ پکې تر ټولو زیات کارول شوی دی، ښايي ځینې دا پدیده د خپل پرمختګ نښه وګڼي، خو له بده مرغه باید ووایم چې یوازې په وخت ضایع کولو او ناسمو چارو کې کارول شوی.
په ساعتونو ساعتونو له خپلو ملګرو سره برښنا بانډارونه کول، په هر ځای کې انځور (سیلفي) اخیستل او مخبوټ (فیسبوک) ته يې پورته کول او داسې نور هغه کارونه دي چې نه یوازې ګټه يې نشته، بلکې خپل او د نورو وخت ضایع کول هم له ځانه سره لري.
ټوله ورځ کار کول، د کتابونو لوستل، عبادت کول او … انسان نشي ترسره کولی، انسان تفریح او ساعت تېریو ته اړتیا لري او بې له تفریح انسان خپل ژوند په خوشالۍ نشي تېرولی، سربېره پر دې انسان یو ټولنیز موجود دی او ټولنه دا غوښتنه کوي چې له نورو سره راشه درشه ولرو، په مراسمو کې يې برخه واخلو، په غم او ښادي کې ور شریک شو، خپلوي او ملګرتیا وپالو، هغوی ته وخت ورکړو، د ټولنې له تګ سره یو ځای تګ وکړو او د خپلې ورځي د ټولنې اړتیاوې که پوره کولی يې نشو نو په پام کې خو يې خامخا وساتو.
دا چې نن ورځ ټولنیزي رسنۍ په تېره بیا فیسبوک یوه اړتیا ګرځېدلي، نشو کولی ځان پرې ناګاره واچوو.
زما د دفتر همکار، زما ټولګیوال او زما ګاونډی چې فیسبوک کاروي او له ما هم غوښتنه کوي چې زه يې وکاروم، نشم کولی هغه ته رډ ځواب ورکړم ځکه دا نو د ملګرتیا د اصولو یوه خلاف چاره ده او ښايي خپل ملګري له لاسه ورکړم، نو اړ یم چې زه هم فیسبوک ته لاسرسی پیدا کړم، خو له لاسرسي وروسته يې اوس څنګه کاروم، دا زما په ملګري نه بلکې په ما پورې اړه لري.