نور محمد ثاقب

په تېرو څو لسيزو کې رالوي شوي ځوانان مو داسې حالتو سره مخاخ وو، چې د هيواد د بيارغونې او ابادونې لپاره يې موقع پيدا نه کړې. خو له ښه مرغه څه باندې لسيزه وړاندې يوځل بيا افغانانو (په ځانکړ ي توګه ځوانانو) ته د نړيوالې ټولنې په مرسته د هيواد د جوړيدو چانس برابر شو او په ډيرو برخو کې د بيار غونې  کارونه هم ترسره شول. د بېلا بېلو پروژو په تطبيق سره د هيواد په بيارغونه کې د پام وړ پرمختګ وشو. د ښوونځيو، کلنيکونو او د دولت بېلا بېلو ادارو ودانۍ، سربندونه، سړکونه، استنادي ديوالونه او داسې نور د ساختماني پروژو په کار اچولو سره جوړشول، چې هيواد ته يې په ډيری ولايتونو کې د پام وړ اسانتیاوې او  ښکلاګانې روړي دي.

همدارنګه د ساختماني پروژو تر څنګ د ځوانانو د فني زده کړو، د ماشومانو د تعليمي پراختيا، د پياوړي ښوونيز بهير په موخه د ښوونکو د وړتياوو لوړلو، په پوهنتونونو کې د استادانو او محصلانو د علمي ظرفيتونو د لوړولو، ښې حکومتوالۍ په موخه د مامورينو د کاري ظرفيتونو لوړولو او په داسې نورو بېلا بېلو برخو کې لویې او واړې پروژې، چې ډیری یې د نړیوالې ټولنې په مرسته تمول کیدې؛ تطبیق شوي. شک نشته چې د دغو پروژو پر تطبیق سره د تیرو نظامونو په پرتله زموږ(افغانانو) په ژوند کې د پام وړ پرمختګ هم راوستی. خو دا هم د هیریدو نه ده، چې د یادو شویو پروژو د تطبیق په ترڅ کې په لویه کچه فساد هم شوی. که ټولې پروژې په بشپړ روڼتیا سره تطبیق شوي وای، د افغانانو په ژوند کې یې لا ډیر پرمختګونه لرلای شول.

په هر صورت، ګرانو ځوانانو په هره ټولنه کې د ټولګټو پروژو په سم تطبیق سره د انسانانو د ژوند معیارونه لوړیږي، ځوانانو ته د کار چانسونه ډیریږي، چاپیریال ښایسته کیږي، ژوند اسانه کیږي او داسې نورې ګټې لري. په کار ده، چې د پروژو پر اهمیت او ګټو ځانونه وپوهو او په ټولنه کې مو د هر ډول خیریه پروژو د لګښت ورکوونکو او تطیق کوونکو سره هر اړخیزه مرسته وکړو ترڅو راتلونکي نسل ته د اباد او ودان افعانستان لوی مسولیت ادا کړای شو. د پروژې د پېژندنې په تړاو  به په لاندې توګه یو څو کرښې داسې وکاږو:

پروژه(project) یو پلان دی، چې د محدودو فعاليتونو ټولګه سره همغږي کوي، تر څو يو لوی او نه راګرځيدونکي هدف ته د رسيدو په ترڅ کې، پر يوڅو لويو پروژو باندې د ويشلو اړتيا پيدا نشي؛ پروژه د يوه لوی پروګرام ډوله پلان برخه ده، چې په ټاکل شوي وخت کې معلوم هدف ته د رسيدلو لپاره طرحه کيږي. هره پروژه په برياليتوب سره د بشپړيدو په موخه، د طرحه شوي پلان فزیکي، مالي او انساني سرچینو ته اړتيا لري؛ ځکه خو د بودیجې پرمټ حمايه کیږي. يو ځل چې پروژه بشپر شي، نو بیا هغه د کار قوه، چې په پروژه کې ګومارل شوي وي، هم له منځه ورسره ځي او د پروژې پلان پای مومي. دپروژې پلانونه د تجارتي کمپاین، د یوه پل یا د بند د جوړونې، په کمه ارتفاع کې د یوه او یا څو پروازونو کول، د نوي دفترونو جوړول او نورو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره جوړیږي. مثلآ یوه کمپني د تولیداتو په پلور کې اته فیصده د زیاتوالي هدف ټاکي او پروګرام جوړوي تر څو په تجارتي اعلاناتو باندې، د زیات لګښت په ذریعه خپل خرڅلو کې ډیروالی راولي او د لا دوام لپاره یوه پروژه پلان کوي. هره پلان شوي پروژه، د پروژې مدیر(Project Manager) له خوا پر مخ وړل کیږي؛ د پروژې مدیر خلکو ته لارښوونه کوي، چې د شته، مالي او غير مالي سرچینو په کارولو سره پروژه بشپړه کړي؛ د پروژې مدير د خپلې ګروپي غړو ته مسوليتونه ټاکي، اسنتياوې برابروي، کنترول کوي او د پروژې د غړو فعالیتونه سره همغږي کوي.

په کار ده، چې د هرې ټولنې د پراختیایي پروژو مستفیدین (په ځانګړي توګه ځوان نسل) د پروژې د تطبیق پرمهال پراتو خنډونو او ننګونو د منځه وړلو په موخه اړینه مرسته وکړي. ځکه چې د هرې ټولګټې پروژې اړینې اغېزې د عامو خلکو په ژوند کې بدلون راولي. یوه بېلګه:

د حلقوي سړک د پروژې د بشپړیدو او جوړویدو وروسته د اړوند سیمو وګړو څخه وپوښتل شول، چې ستاسو په ژوند کې څه اسانتیاوې راغلي دي؟ په ځواب کې وویل شول، چې: د سړک د قیر کیدو وروسته د دوی په ژوند کې صحتمندي، راحتي، د وخت د ضایع کیدو مخنیوی، د نرخونو ټيټیدل، د هوا ناولتیا مخنیوی، د غوریږ کمښت او د خوندیتوب په څير نورې ډیرې ګټې راغلي دي. سربېره پر دې، ځايي وګړو به د سړک د قیر کیدو وړاندې مینځل شوي کالي د دوړو او خاورو له امله د استوګنو د ننه په کوټو کې د وچولو په موخه ویړولې. په دې معنا چې د لمر غوندې ستر نعمت څخه یې هم په لازمه توګه ګټه نشوه اخیستی. منظور مې دا دی، چې د پروژې د تطبیق پر مهال ولسي وڼده باید په کې محسوس او واخیستل شي، ترڅو ستاسو په مرسته افغان ولس له ستونزمن حالته، یوه بریالي حالت ته واوځي.

پاي– ۱۳۹۴اسد ۱۶ جمعې ورځ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *