تاند، یکشنبه، د میزان ۲۸مه: د مشرانو جرګې ویلي، ننګرهار کې د جودرې پر یو جومات برید د اسلام پر ضد دسیسه ده او باید چې د اسلامي همکاریو سازمان یې پلټنه وکړي، خو افغان حکومت هم باید ټول داعشي زندانیان اعدام کړي.

 نن د جرګې په عمومي غونډه کې د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار وویل، دوی به د ننګرهار، هسکې مېنې پر یو جومات د برید په اړه د اسلامي همکاریو سازمان ته یو تفصیلي لیک واستوي او د دغې پېښې عاجله پلټنه به ترې وغواړي.

 ښاغلي ایزدیار پر حکومت هم غږ وکړ چې د ننګرهار د هسکې مېنې پر یو جومات برېد دې په جدیت وڅېړي او عاملین دې یې ژر تر ژره یې عاملین ونیسي.

 د جرګې نورو غړو هم د برید کلکه غندنه وکړه او زیاته یې کړه داعش، طالبان او نورې ترهګرې ډلې د استخباراتي کړیو په لمسه دا ډول بریدونه او جنایتونه د قومي اختلافاتو او له دین څخه د خلکو د لرې کولو لپاره ترسره کوي.

د جرګې غړو له حکومت څخه په کلکه وغوښتل چې په اعدام محکوم شوي داعش بندیان دې ټول د هسکې مېنې د جودرې په جومات کې اعدام شي، تر څو ټول ترې عبرت واخلي.

 د ننګرهار، هسکې مېنې د جمعې د ورځې په برید کې ۷۲ ملکیان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.

ولسمشر غني نن د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره هسکې مېنې ته تللی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *