سناتور جان مکین

تاند- د امریکا د سنا جرګې د دفاعي کمېټې رييس سناتور جان مکین نن /پنجشنبه/ وویل، هڅه به وکړي چې په کانګریس کې افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو پلان تصویب کړي.

د اریزونا ایالت د جمهوریپال ګوند سناتور جان میکن ونه ویل چې د څومره ځواکونو د لېږلو لایحه به وړاندې کړي، خو ویې ویل چې دغو ځواکونو ته به واک ورکړي چې د طالبانو، القاعده او نورو تروریستي ډلو هدفونه له منځه یوسي.

مکین په عین حال کې وویل چې د امریکا متحد ایالتونه باید په افغانستان کې د دایمي پوځي حضور لپاره له افغانستان سره اوږدمهال امنیتي تړون وکړي او ګاونډي پاکستان ته یې په دې خاطر سزا ورکړي چې تروریستانو او یاغیانو ته پناه ورکوي.

جان مکین په داسې حال کې د افغانستان لپاره پلان اعلان کړ چې سپینه ماڼۍ لا د افغانستان په اړه موافقې ته نه ده رسېدلې.

مکین وویل، دواړو ولسمشرانو اوباما او ټرمپ مایوسه کړی دی.

ده وویل چې د اوباما ستراتیژۍ په افغانستان کې منفي نتیجه ورکړه او اوس دا ده د ټرمپ د حکومت ۷ میاشتې وځي خو امریکا لا هم ستراتیژي نه لري

One thought on “سناتور جان مکین افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو ستراتیژي اعلان کړه”
  1. THE FIRST BIGEST MISTAKE OF PEOPLES WAS THAT,SENATOR JOHN MACCAIN MUST BECOME PRESIDENT OF UNITED STATES,NOT OBAMA/

    SEN/JOHN MACCAIN EXACTLY KNOWS THE POLICY OF REGION,
    HE ALWAYS TAKE RIGHT DECISION ABOUT AFGHANISTAN/HE RECOGIZED PAKISTAN ARE SAPORTER OF TALIBAN/ALKAEEDA/ISIS/
    LASHKER TIBBA AND MORE.
    THANK YOU…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *