راپور: همت

د پکتيا ولايتي ادارې چارواکي غيري قانوني چارې سرته رسوي د ولسمشر کرزي حکم نه منل کيږي او د دې ولايت اوسيدونکو ته سپکاوی کوي.

دا خبرې په يوه خبري غونډې په ترڅ کې په مشرانو جرګه کې د پکتیا د خلکو استازي عبدالحنان حق ويون وکړې.
ښاغلي عبدالحنان حق ویون وايي، د اريوب ځاځيو ولسوال چې د اداري اصلاحاتو له لوري د ازاد رقابت له مخې ولسوالۍ ته معرفي شوی، د ولايتي ادارې مسوولينو ورڅخه د ۸ زرو امريکايي ډالرو روشوت غوښتنه کړې وه چې د نه منلو په صورت کې ولسوال ډبول  شوی دی: (( ولسوال له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي و، چې زما څخه د دې ولايت د دفتر ريیس حشمت الله يوسفي ۸ زره ډالره روشوت غوښته چې هلته ولسوال شم، پرته له ډالرو، پرته له پيسو ما هلته نه ليږي، دا خبرې د ولسوال د وهلو سبب شوې))

عبدالحنان حق ويون د هېواد له ريس جمهور حامد کرزي ګيله وکړه چې پکتياوالو ته په سپکه ګوري او داسي کسان يي ورباندې حاکم کړي چې خلک ورڅخه تنګ دي او قانون تر پښو لاندې کوي: (( والله باالله په دې شرميږو چې موږ تاته وايو ولسمشره او تاته صیب وايو، ځکه تا پکتيا ته ډېر بې عزته وکتل په پکتيا کې دې هغه څوک حاکم کړي چې هغه نه شرف لري نه عزت لري نه ننګ لري نه پښتو او موږ ته دې راليږلی د پښتانه په صفت پښتون به داسې وي!؟))

حق ويون وويل، يو شمير مامورين او ولسوالان هم شته چې مکتوب په لاس ګرځې خو څوک يي دندې ته نه پريږدي.

نوموړي وويل،(( په ډېرو ټيټو پوسټونو چې والي ته پيسې ورنکړي او د والي په خوښه چې شخصي ګټې ورکې نه وې دندې ته نه پريږدي))

ومو غوښتل د دې خبرې غونډې په اړه د  ولايتي ادارې نظر هم واخلو خو له پراخو هڅو سره سره په دې بريالي نشو چې د دوئ نظر واخلو.

خو دوه ورځې وړاندې د والي وياند روح الله سمون له رسنيو سره په خبرو کې د ولسوال څخه د رشوت غوښتنه بې ځايه وبلله او ویې ويل چې ولسوال بې کفايته دی او په ادري اصلاحاتو يې تور پوري کړ چې د اړيکو په اساس يي ولسوال ولسوالۍ ته راليږلی دی.

One thought on “سناتور حق ویون: ولسمشر کرزي پکتيا ته په فساد ککړ والي رالېږلی”
  1. Salamona de wi tolo watandostano ta aw la nat de wi da watan pa doshmanano!

    Ka paktya wal reshtya gwari che la dasi khalko zan wazghori no merabani de wakri dasi kasan sook ghwari aw la ka s***ia de chaghi ki la kora, da dera asan tarika da…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *