تاند، چهار شنبه، د قوس ۲۷مه: د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون مشر زلمی زابلی وايي، د ولسمشر مشاورین او ادارې هغه ته په هېواد کې د روانو حالاتو په اړه تازه معلومات نه ورکوي.
زلمی زابلی د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم د پخواني قومندان زمري پیکان د نیولو په اړه د ولسمشر امر ته په اشاره وايي، نوموړی په فرانسه کې دی او پر فیسبوک یې خپل انځور هم خپور کړی دی چې افغان حکومت یې نیولی نه شي.
ولسمشر درې ورځې وړاندې زمری پیکان په کورنیو چارو وزارت کې د فساد اصلي عامل وباله او د هغه د فوري نیونې امر یې ورکړ، خو زلمی زابلی وايي، ولسمشر باید د دغه امر له ورکولو وړاندې په دې فکر کړی وای چې زمری پیکان په افغانستان کې شته که نه شته: (( دا د دې ښکارندويي کوي چې ولسمشر ته سم معلومات نه ورکول کېږي او مشاورین یې ګڼ موضوعات له هغه پټوي.))
ښاغلی زابلی نیوکه کوي چې له حالاتو د ولسمشر ناخبري هېواد ته زیان رسوي او ولسمشر غني باید په خپله شاوخوا کې ستونزې لومړی له منځه یوسي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د ولسمشر غني پر یو شمېر مشاورینو تور و چې هغه ته معلومات په ځنډ او په سانسور شوي ډول ورکوي.
زلمی زابلی باید پوه شی چی په نړی یو ډول پولیس وجود لری چی انټرپول ورته ویل کیږی چی افغان دولت وغواړی هرځای او هرچیرته خپل مجرم چارواکی نیولی شی دا چی د زیاترو په نیولو کی نه بریالی کیږی د همغو هیوادونه د مجرم څخه ملاتړ کوی ځکه خو د بهرنیو چارو وزارت او د کورنیو چارو وزارت ته پکار ده لدغو انټرپول پولیس مرسته وغواړی او دیپلوماتیکو چینلو له لاری په فرانسه دولت فشار راوړی چی پیکان په نیولو کی له افغان دولت سره مرسته وکړی ځکه فرانسه دلته تنها د یو ګوند چی جمعیت ګوند دی ملاتړ کوی نو افغان دولت ته پکار ده چی فرانسی سفارت چارواکو غوږونو دا خبره ورسوی چی تاسی د یوګوند سره همکاری کوی او که دولت سره؟
په داخلی جنګونو جریان کی فرانسویانو له جمعیت ګوند سره نږدی اړیکی درلودی او زیاتره مالی او نظامی مرسته یی هم ورسره کولی