تاند- د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې ريیس سناتور کارل لیفین وايي چې په افغانستان کې حالات مخ په ښه کېدو دي.
د مشیګان سناتور او د دیموکرات ګوند غړي لیفین، چې ۳۶ کاله یې د امریکا د مشرانو جرګې غړیتوب کړی، د کار دوره په بشپړېدو ده او ژر تقاعد کېږي.
ده د چهارشنبې سهارنۍ له یو شمېر دفاعي خبریالانو سره تېره کړه او د اسلامي دولت د وسله والې دلې او د پینتاګون د بودجې په اړه یې د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وویل.
لیفین وویل:«له تاسو مننه چې کلونه مو سبناری په ګډه کړی. فکر کوم د افغانستان په اړه زما احساس توپیر لري. زه په لسګونو ځلي افغانستان ته تللی یم…. دوی ځیني حیرانوونکي پرمختګونه کړي دي…. د افغانستان خلک په هر لحاظ په دې خوشاله دي چې موږ ورغلو. ۸ ملیونه ماشومان اوس ښوونځیو ته ځي، د دې په مقابل کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال ۸ لکه ماشومان په ښوونځیو کې ول خو اوس په ۸ ملیون زده کوونکو کې ۴۰ فیصده نجونې دي، په سلو کې څلوېښت ښوونکې هم ښځې دي.»
په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له راتګ سره د خلکو په ژوند کې خورا مثبت بدلون راغلی خو د عراق او لیبیا د خلکو ژوند خراب شوی دی.