تاند- له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو سخت منتقد سناتور لیندسي ګراهام خبرداری ورکوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به د یوه بل ۹/۱۱ سبب شي.
جمهوریپال سناتور ګراهام تېره شپه (شنبه) فاکس نیوز تلویزیون ته په مرکه کې وویل«که موږ سبا (له افغانستانه) ووتو، پر طالبانو باور نه شته چې د داعش او القاعده مخې ته به درېږي. دوی دا توان نه لري. نو کله چې تاسو له استخباراتي ادارو پوښتنه کوئ چې که موږ ټول ځواکونه وباسو امریکا ته به څه پېښ شي. دوی بې مکثه وايي چې د څه وخت له تېرېدو وروسته به د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې پېښه تکرار شي.»
ده وویل چې د دې ډول پېښې احتمال په څو لسیزو کې نه بلکې په څو کلونو کې شته.
فاکس نیوز وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره په خبرو بوخت دی چې له افغانستان څخه د امریکا له ۱۴ زره پوځیانو ۸۶۰۰ وباسي.
ګراهام وايي چې طالبان دا وس نه لري چې د القاعده یا داعش مخه په افغانستان کې ونیسي او ده ته جنرال اسټن او جنرال سکاټ میلر ویلي چې د افغانستان داعش یا اسلامي دولت ډله، چې ځان د خراسان څانګه ګڼي، هم هڅه کوي چې د امریکا پر ضد حملې وکړي او داسې ښکاري چې دا ډله تر القاعده هم زیاتې وسلې ولري.
د سناتور ګراهام په باور امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۸۶۰۰ پورې کمولی شي خو تر دې یې باید لږ نه کړي ځکه چې که تر دې د امریکايي ځواکونو شمېر لږ شي، ډېر خطر ورسره تړلی دی.
سناتور ګراهام غواړي چې د امریکا په کانګریس کې یوه لایحه تصویب شي چې پر اساس یې د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیران مکلف شي چې په افغانستان کې به د امریکايي پوځیانو شمېر داسې حد ته نه شي کمولی چې د امریکا ملي امنیت ته خطر پېښېږي.
دی د استخباراتي او تروریستي ضد ځواکونو قوي حضور د داعش د حملو په وړاندې کلک ضمانت بولي.