سناتور ګراهم

تاند- امریکايي سناتور لیندسي ګراهم د یکشنبې په ورځ وویل، له ولسمشر ډانلډ ترمپ څخه به په کلکه وغواړي چې د افغانستان او پاکستان له مشرانو سره وویني څو دوی د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره پلان جوړ کړای شي.

ګراهم د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره له کتنې وروسته په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې د ټرمپ او عمران خان ترمنځ د کتنې وړاندیز وکړ، ویې ویل:«فکر کوم که دوی سره وویني، پلان به جوړ کړای شي ځکه چې د دوی شخصیتونه سره ورته دي.»

ګراهم همداراز وویل، د افغانستان جګړه به د پخلاینې له لارې پای ته ورسېږي، خو د سولې په خبرو کې باید اسلامي دولت (داعش) یا القاعده ته برخه ورنه کړای شي.

سناتور ګراهم همداراز وویل چې د امریکا له حکومت څخه به وغواړي چې له پاکستان سره د ازادې سوداګرۍ موافقه وکړي ځکه چې دا ډول موافقه به د اسلام اباد دریځ بدل کړي.

ګراهم تر دې وړاندې په واشنګټن کې هم ویلي و چې که پاکستان د افغانستان د مسلې په حل کولو کې له امریکا سره مرسته کوي، دې هیواد ته دې تجارتي امتیازونه ورکړل شي. (تفصیل)

سناتو رګراهم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له ایستلو سره هم مخالفت کړی دی.(تفصیل)

د امریکا د سناجرګې دغه مخکښ غړي دا تازه څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د پاکستان څلور ورځینی سفر پای ته ورساوه.

ښاغلي خلیلزاد د پاکستان د څلور ورځیني سفر په لړ کې، چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ یې پیل کړ، د دغه هیواد له صدراعظم عمران خان، بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د پوځ له لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه سره ولیدل.

په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت د خبرپاڼې پر اساس، خلیلزاد ته پاکستاني چارواکو ژمنه ورکړه چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *