نن مې له خولې غږونه نه راوځي، نن د ژوند ستړو اهونو په مخه کړې يم، نن مې د هيلو نړۍ تاريکه ده
هغه غږ چې سندره به شوه، د خلکو زړونو ته به پرېوته، په سرکو شونډو به زمزمه شوه، هغه غږ چې واړه او زاړه به ټولتر اغېز لاندې راتلل.
هغه مهال د زړونو باچا وم، هغه مهال مې تر شا ستر ولس لاره، زما هر توری ورته د مينې انګازهښکارېده.
هغه مهال چې د چوترې پېتاوو ته به سپين سرو مېرمنو فولکلوريکې کيسې کولې، موږ به ترې د مينې او عاطفې الهام اخيست.
فولکلوريکو کیسو کې به راته ځان د يادې کیسې اتل ښکارېده، هغه مهال چې د منبر ملا امام به د مينې او خواخوږي نصيحت کاوه، د مينې په ارزښت به يې يو کتاب خبرې کولې، د نفرت د زیانونو په اړه هم له قران او حديث څخه غږېده.
هغه مهال زه شاعره وم، خبرې مې سندريزې وې، تورو د مينې په دریا د خوښۍ اټن کاوه.
هغه مهال زما د خټو جونګړه ودانه وه، شمعې رڼا ته مې کیسې لرلې، شمعې به هم اوښکې راسره بدرګه کړې.
هغه وختونه لا د مينې کلي ودان و، هغه مهال د نفرت لمن له کاڼوډکهډکه نه وه، هغه وخت چې سپين سرې ابۍ به راته د پرونيو پېښو نقل کاوه.
هغه مهال چې د الهام وزرې زخمي نه وې، هغه مهال چې د خيال او عاطفې مارغه به په خلاصو وزرو راتله، د هغه له سپين مخ او باړخوګانو نه مې د عاطفې الهام اخيست.
لويهڅښتنه! ما خو د ژوند ټوله خوښي له لاسه ورکړه، د الهام وزرې زخمي، د عاطفې خيالي ښاپېرۍ د دېوانو په دام کېوتې ده.
د مينې جونګړه ورانه او د رڼا هغه شمعه چې زما سندريزو تورو ته يې اوښکې تويولې د وحشت سيليو وژلې.
د هغه مين پر قبر جنډۍ رپېږي، چې ما د مينې الهام ترې اخيست، هغه پېغلې چې د خوښۍ شېبې به مو په سندرو بدرګه کولې او په وير کې به يې تسلي راکوله.