د ځنګله په نریو ـ نریو لښتو یې تېز ـ تېز چاقو کشاوه، لاندې یې غورځولې، په هوا کې کشکارې وزرې مړې وغوړولې، د خرولې په لوړ خاښ کېناسته، لا یې ساه نه وه اخیستې، په پېزوان یې سترګې ولګېدې، وزر یې وټپول، ولاړه، پېزوان ګوته غوڅه کړه، د لاس په څټ یې د وینو څاڅکي وغړېدل، اخ یې وکړ، د ښي لاس په ګوتو کې یې د چپ لاس د شهادت ګوتې دویم بند کلک ونیو، یوه شېبه په ونه کې غلی و وروسته یې له ځانه سره وویل:

  • ورکه همدومره بس دې درېیو قفسو کېږي

ورو ـ ورو په یوه او بل خاښ یې پېښې او لاسونه تکیه کول، کښته شو، څادر یې له ملا خلاص کړ، ټولې لښتې یې په کې ونغښتې، شا ته یې حرکت وکړ…

مخامخ په خړه خره ریدي ګل اکه را روان وه، په غبرګو پښو یې خره خېټې ته په زوره ـ زوره واهه، په پېزوان یې سترګې ولګېدې، د لور په څټ یې ژر ـ ژر خره ورمېږه ته وواهه، خرې سر کښته کړ، یوې او بلې خواته یې ورمېږ تاو کړ، ځای پر ځای ودرېده ریدي ګل اکه په سپینه ږیره چپ لاس تېر کړ، په پېزوان یې غږ وکړ:

  • څه شی کړې پېزو

پېزوان په سر خولۍ سمه کړه:

  • رویدي اکه دې کپسو لپاره مې لښتې ټولې کړې، پسرلی دی، ګل سرې او جلان ورو ـ ورو راځي

ریدي ګل لاړې تف کړې، تر برېتو لاندې یې شونډې وخوځولې:

  • ښه دې وکړل، یوه ګل سرې ګوره بیا ماته هم ونیسوه

حرکت یې وکړ، څو قدمه وړاندې ولاړ، بیا یې په لوړ غږ ورڅخه وپوښتل:

  • ریښتیا پېزو ورو مو د بګرام څخه راخوشی نشو؟

په سترګو کې یې اوښکې راډکې شوې:

  • نه ولا، حال یې مالوم نه دی، ملاکاتو ته مو هم نه ورپرېږدي، بس دعاوې به کړو، کاندې خدای یې راخوشی کړي نور خو مو څه په وس کې نشته

ریدي ګل ژر ورغبرګه کړه:

  • بېکل

د خدای پامانۍ په انداز یې لاس ورته پورته کړ، د لښتي په ژۍ یې خره چټکه روانه کړه، تر یوه پټي بل او بل پسې کښته شو وړاندې له ونو پنا شو ولاړ.

***

پېزوان ټولې لښټې سپینې کړې، په وړوکي وراره یې غږ وکړ:

  • ورشه جلانو ته دانه واچوه

هغه سپښتیې جیب ته کړې، سپېره لاسونه یې په لمن وموښل، ځمکه ته یې لاس کړ، تېږه یې په چرګه پښې وار کړه، هغې کوټ ـ کوټ وکړ، وزرې یې وټپولې، د دېوال سره ته والوته له هغې ځایه بام ته، ځان یې ورنه پنا کړ. ده دې کوزۍ له لاستي تورې خیرنې ګوتې تاو کړې، لومړی یې د ګل سرو، وروسته د جلانو، بیا دې اګنیو همداسې کېنریو فقسونو ته اوبه واچولې، کوزۍ یې د خاورو په سر کېښوده په پېزوان یې غږ وکړ:

  • پېزوکاکا وا مې چولې

هغه کړل:

  • ښا کېنه د سپږن زه ډېر شوخ یې

په څنګ کې یې کېناست، پېزوان له ځانه سره وویل:

  • شکر پسرلی نږدې شو، دعاوې په کوم چې سږ کال ډېر اګني ونیسم، شکر خدایه چې دومره وس دې راکړ چې دامونه او لومې مې په نغدو راونیولې، نظر تېر کړل ته کور کې ښه جلان لرم، دا ښه جلان کېنولی شي، اوس دې خدای توفیق راکړي چې په ورځ کې څلور پینځه قفسونه جوړ کړم، چې دانه په دوه سوه شي، زر افغانۍ کار کړم؛ نو په چا یې خورې، لا دې عبدلهادي اولاد هم راسره بسیا کېداشي خدای مهربانه دی چې هغه له زندان څخه راخوشی شي

کېنرۍ رېز ونیو، پېزوان پورته شو، شاوخوا یې له نظره تېره کړه، په څه شي یې سترګې ونه لګېدې؛ خو ترغوږو یې د مرغانو اوازونه کېدل، دېخوا او اېخوا وګرځېد، هېڅ شی یې ونه لیدل

***

دوران خان له ځانه پاټو تاو کړ، ګونځې لمن یې یې په ګونډو کش کړه، له جیب څخه یې چرس راویستل، په لمن کې یې ورو ـ ورو میده ول، پیزوان د چاقو په څوکه له نریو لښتو پوستونه اړول، څو شېبې دواړه غلي و، وروسته یې دروان خان  ته یې وویل:

  • سګرېټی ډک شو؟

دروان خان نصوار تف کړل، د پاټو پڅکه یې د غاښونو په بېخونو تېره کړه، ورو یې زیاته کړه:

  • نه پېزو صبر وکړه پوهېږې؟ بدخشاني دي په یوه دود دنیا درباندې ګوري

پېزوان وخندل، ورغبرګه یې کړه:

  • دواګۍ دې شه دورانو!

په ونه دنګ ځوان راغلی له پېزوان څخه یې پوښتنل:

  • ته راشه د جلانو په اړه مالومات راکړه

هغه کړل:

  • سمه ده؛ دغه جل مې څلور کاله کېږي چې نیولی ښې غاړې کوي، دا بل درې کاله کېږي دا نور ټول مې تېر کال نیولي دي ګل سرې مې سږ کال اخیستې او کېنري خو ان دا پینځه کاله راسره ده نور ستا خوښه هر یو دې چې خوښېږي ته یې خوښ کړه بیا به په بیه کې سره جوړ شو

ځوان ورو وویل:

  • دغه مې خوښ شو؛ خو دومره پیسې راسره نشته د هغې خوا چې راوګرځېدم سودا به کړو

ده ژر ورغبرګه کړه:

  • په دواړو سترګو

ځوان حرکت وکړ، دوران خان له پېزوان څخه وپوښتل:

  • د ورو مو څوم کال دی چې بندي دی

ده په بوږنونکي غږ وویل:

  • دورانو دوه کاله پينځه میاشتې سخت یې خپه کړي یو، دوه کاله هم بسته عمر دی، خدای خبر چې څومره به نور بندي وي

دوران ځان هېڅ ونه ویل، د جلانو فقسونه یې له نظره تېر کړل، غلی کېناست، په ونه کې راځوړند قفس کې ګل سرې د ازاد طبیعت سندرې زمزمه کوې.

(پای)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *