شیراحمد نورزاد

عمومي مالومات، عامې خبرې، څرګندې نظريې او نتيجې سند وړاندي کولو ته اړتيا نه لري . دلته دا پوښتنه پېدا کيږي چي اسانې او څرګندې نظريې څنګه له پېچلو او مُبهمو نظريو څخه بېلې کړو. په دې برخه کې د عمومي دود او قاعدې له مخې د هغه سوچ، نظريې يا نتيجې په اړه سند ښوول ضروري نه ګڼل کيږي چي ښايي ښه او سترګه ور لوستونکی پرې و پوهېږي؛ د مثال په توګه دا خبره هيڅ ماخذ او سند ته اړتيا نه لري چي نازي رژيم د هيټلر په واکمنۍ کې د يهودانو په وړاندي ډېر جنايتونه کړي دي . يا د دې خبرې د زبات په خاطر، هيڅ سند او ماخذ ته اړتيا نه ليدله کيږي، چي وايي :

«په افغانستان کي د حبيب الله ( بچۀ سقاو) د پاچهۍ پر مهال د ناپوهۍ او تورتم پلو و غوړېد. » يا دا روښانه حقيقت چي وايي : « نړېوال او سيمه ييز ځواکونه له تېرو دېرشوکلونو راهيسي زموږ په وران او جګړه ځپلي هيواد کي خپل کرغېړن او انساني ضد پلانونه پر مخ بيايي . » ځکه دا حقيقتونه اوس هر چا ته روښانه او د منلو وړ دي.

په علمي او تحقيقي کارونو کي داسي خبري خورا ډېري دي، چي ليکوال او څېړونکی اړ نه دﺉ، د هغو د اثبات له پاره سنديا ماخذ وړاندي کړي . که چيري ليکوال يا څېړونکی په خپله ليکنه کي، ددغو واقعيتونو په اړه د سترګو ليدلو حالاتو پر يوه برخه خبري کوي، نو هلته بايد داسي بيانونه په لمنليـــــــک (هر هغه څه چي د يوې ليکني تر اصلي متن لاندي په لمن يا حاشيه کي کښل کيږي )، پای ليکونو ( هغه يادوَني يا يادښتونو چي د يوې موضوع يا ټول اثر په وروستۍ برخه کي، تر ماخذونو او سرچينو مخکي ليکل کيږي ) او يا هم د ليکني په اصلي متن کي (د ليندييو يا قوسونو په کارولو سره ) سره تأييد او تصديق شي . په لنډه توګه، د هغو نظريو، دليلونو، نتيجه اخيستونو، انځورونو، ګرافونو، ډايګرامونو، نخشو (نقشو)، ډېزاينونو، جدولونو، شمېرنو او نور مالومات په اړه بايد سند او ماخذ و ښوول شي، چي په ښکاره او مشخص ډول د نورو هستوونکو، ليکوالو او څېړونکوله آثارو څخه اخيستل شوي وي.

که ليکوال يا څېړونکی بې ماخذ ښوولو د نورو نظريې، افکار، نوښتونه، موندني، جوړوني، دليلونه، څېړني، پلټني، شمېرني، نتيجه اخيستني، انځورونه، نخشې ( نقشې )، ډېزاينونه، جدولونه او داسي نور فکري او عملي کارونه په ځان پوري وتړي، دې کار ته د ليکوالۍ او تحقيق په ژبه ادبي يا عِلمي غلا وايي ؛ خو بې ماخذ ښوولو په خپلو ليکنو کي، د نورو د هري عامي او منل سوي نظريې او وينا يا هرخيال او فکر اخيستل، هيڅکله ادبي يا عِلمي غلا نه ګڼله کيږي؛ ځکه لوړ خيالونه او ژور فکرونه، پخې ويناوي او معقول دليلونه تل د بشر په تاريخ کي له يوه پښته بل پښت ته په طبيعي ډول لېږدول سوي دي . ادبي يا عِلمي غلا په حقيقت کي، هغه مهال پېښيږي، چي ليکوال يا څېړونکي په لوی لاس د خپل اثر د ارزښت لوړولو او باور ډېرولو لپاره، د بل چا يا نامالومي سرچينې وينا، سوچ، نظريه، دليل، پلټنه، موندنه، شمېرنه او داسي نور مالومات په ځان پوري وتړي . له دې کبله، د علمي او تحقيقي اثارو د ليکني منل شوي دودونه او لاري حُکم کوي، چي ليکوال او څېړونکی بايد په خپلو ليکنو کي د هر هغه نوي او اريانونکي څه په هکله ماخذ او سرچينه وښيي، چي په دوی پوري اړه و نه لري .

د ليکني او څېړني په بهير کي داسي ډېر پېښيږي، چي ليکوال يا څېړونکی د بل ليکوال يا نامالومي منبعي د نظريو، افکارو، دلايلو، موندونو، څېړنو، شمېرنو، نتيجه اخيستنو، انځورونو، نخشو ( نقشو )، ډېزاينونو، جدولونو او نورو فکري او عملي هڅو په رڼا کي، نوي نظريې او دليلونه وړاندي کړي . دلته هم د تحقيقي اثارو دليکني اصول او ميتودونه په ټينګه لارښوونه کوي، چي د خپلو او پردييو نظريو د بېلولو لپاره بايد تل د ليکوالو او څېړونکو په ليکنو کي، څرګنده او روښانه کرښه ايستل سوې وي . په بله ژبه، نه بايدخپل نظريات د نورو په نظريو او فکرونو ګډ سي؛ او نه هم د نورو منطق، استدلال، موندني، څېړني، شمېرني، نتيجه اخيستني او داسي نوري نوښتګرۍ، په هوښيارۍ يا تېروتني سره په ځان پوري و تړل شي .

د تحقيقي اثارو په ليکنه کي کار سوي سندونه يا ماخذونه په عمومي ډول درې برخي لري :

– لومړۍ برخه د اثر د ليکوال، مؤلف، ژباړونکي، مُفسر، لمنليکوونکي، يادښت ليکوونکي، موښلوونکي، سموونکي، ټولوونکي، اوډونکي ، کره کوونکي او داسي نورو کسانو په بشپړي پېژندګلوۍ پوري اړه لري .

– دوهمه برخه د اثر په بشپړي پېژندګلوۍ پوري اړه لري . د اثر عُنوان يا سرليک بايدپه خپله اصلي بڼه وکښل شي . کله کله د اثارو د اصلي عُنوان تر څنګ فرعي يا تشريحي سرليک هم ليکل شوی وي، چي ليکوال يا څېړونکی يې بايد په خپلو ماخذونو او سرچينو کي له ټول تفصيل سره وليکي .

– دريمه برخه د ماخذ يا سرچينې د چاپ بشپړ جزييات دي، چي په هغوکي د چاپ يا خپرېدو ځای ، د چاپ يا خپرېدونېټه او د چاپوونکی يا خپروونکي کس/ مؤسسې دقيقه پېژندګلوي شامله ده .

دا چي د خپلو ليکنو د مستند کولو له پاره، بايد د ماخذ ښوولو کومه لاره غوره شي، تر ډېري اندازې د ليکوالو او څېړونکو په شخصي ذوق او انتخاب اړه لري؛ ډېر ځله ليدل شوي دي، چي ليکوال او څېړونکي په خپلو اثارو کي کار سوي ماخذونه، په بېلابېلو بڼو او جلا جلا لارو وړاندي کوي.

د ماخذونو او سرچينو په وړاندي کولو کي، ځيني شکلي او ظاهري توپيرونه، له څه نا څه تشتت او پراګندګۍ پرته ډېر لوی مشکلات نه پېښوي ؛ خو هيڅ ليکوال يا څېړونکي نه شي کولای د استناد يا ماخذ ښوولو په خپل غوره کړي سيسټم او هر سبک کي، هغه ضروري خبري له ياده و باسي، چي د ماخذ ليکلو په ټولو سيسټمونو او لارو کي منل شوي دي . دا خبري په حقيقت کي، همدغه ارزښتناک مالومات دي، چي درې برخي لري . د دې درو برخو ( ليکوال، اثر، د چاپ جزييات ) په اړه د بشپړ و څرګندونو نشتوالی، لوستونکو ته په علمي او تحقيقي ليکنوکي لويي ستونزي پيدا کوي . له دې امله بايد په هره علمي څېړنه کي، د ماخذونو په اړه همدغه درې اړخيز مالومات ته پوره پام وشي .

One thought on “سند یا ماخذ بايد کله او چيري وړاندي شي/ شیراحمد نورزاد”
  1. نورزاد ګله
    دا زيار او کوښښ دي د ستايني وړ دئ، چي د يوې علمي موضوع په خپرولو کي دي برخه اخيستې ده؛ خو دا يادونه ضروري ډېره ده، چي دا ليکنه د ښاغلي محمدهارون خپل شعشعي د هغه ژباړل سوي اثر يوه برخه ده، چي « په تحقيقي ليکنو کي د اِستِناد او بيبليوګگرافۍ لنډ لارښود » نوميږي؛ او کلونه مخکي د اينټرنيت له لاري خپور سوئ دئ. که د کتاب د ليکوالو او ژباړؤنکي نوم و نه ليکې نو خدای مه کړه ته هم د علمي او ادبي غلو په ډله کي راځې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *