تاند، چهار شنبه، د میزان ۳مه: په کابل کې د المان سفیر پیټر پروګل د ګلبدین حکمتیار هغه خبرې په کلکه غندلي چې وايي، که ټاکنې رڼې نه وې او دی بریالی نشو، نو وسله به واخلي او بیرته به سنګر ته وګرځي.

ګلبدین حکمتیار چې دوه کاله وړاندې د سولې له پروسې سره یو ځای شو، اوس د ولسمشریزو ټاکنو نوماند دی خو تېره ورځ یې په ټاکنو کې ویلي یوازنی رقیب یې درغلي ده.

ښاغلي حکمتیار پرون سه شنبه او نن چهار شنبه په دوه جلا غونډو کې ګواښ وکړ چې که درغلي ورسره وشوه نو بیرته به سنګر ته ستون شي: (( که په ټاکنو کې د درغلۍ او بهرنیانو د لاسوهنې مخه ونیول شي، نو کولی شم چې بیرته سنګر ته وګرځم.))

خو په کابل کې د المان سفیر پيتر پروګل بیا په یو ټویټ کې د حکمتیار دا خبرې په کلکه غندلي او وايي، په دومره صریحو الفاظو د تاوتریخوالي ګواښ د زغملو اومنلو نه دی: (( حکمتیار باید په دې خبره د اړوندو ارګانونو لخوا تر تعقیب لاندې ونیول شي.))

په همدې حال کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، که څه هم په دې تړاو چا شکایت نه دی ورته کړی، خو دوی به د ښاغلي حکمتیار خبرې وڅېړي او د قانون په اساس به یې په اړه پرېکړه وکړي.

د ولسمشرۍ کمپاینونه نن شپه ۱۲ بجې پای ته رسېږي، ورپسې درې ورځې د سکوت دوره ده او د میزان په شپږمه ولسمشریزې ټاکنې دي.

3 thoughts on “سنګر ته د حکمتیار د ستنېدو ګواښ، د المان سفیر غوسه کړی دی”
  1. مبارک دی وی
    په سپینه ږیره کوهنورد سو
    حکمتیار دری ځلی غره ته ختلی دی یو ځل په بالقوه توګه او دوه ځله په بالفعل ډول
    یو ځل د چنګاښ د سرطانی کودتاه د سرطانی منګولو سره د مبارزې په نیت غره ته وخوت البته دا به منصفانه وی که ومنو د سرطان کودتاه د شوروی د حِرص د حِس مقدماتی تحرک ؤ او اخوانیت باید د کرملین آشپزانو ته غاښونه چیچلی وای چی دا یو دروند بحث دی او ډیر کسان ئی د زغم او هضم او تجزئی توان نلری
    بل ځل ئی د خپلو عقیدتی انډیوالانو یعنی طالبانو څخه د فرار په نیت غرو ته پناه یووړه او د بل تئاتر د پیل نه بیا تر دوه کلونو مخکی پوری همهلته په غرونو! کی پاتی ؤ
    او دریم ځل چی اخطاری او بالقوه بڼه لری د ( ځان ) څخه د فرار په نیت به غرونو ته وخیژی
    وو سړیه
    ارغُوند ارغُوند مه کیږه
    آرام کینه
    که د نظام په سیوری کی د مشروع فکری مبارزی توان لری خو ونیسه
    او که خوشی خَو جوړوی او غرونو ته د بیا ختلو تهدیدونه کوی نو ستره اشتباه به دی وی
    دا ځل که غره ته وخیږی نو د غله په توګه به چلند درسره وسی!

  2. حکمتیاره ای د تورو غارو یاره
    بیا دې توره را ایستلې سمدواره
    د یهود لمن ته راغلې اخر ولې
    دا خبره شرعي نه ده هوښیاره
    بی له ماله او جلاله په کار نه دی
    ستا جهاد قتل وقتال دی ای غداره
    د شکرې د دانې غوندې به ورک شې
    دملت په محلل کې ای مکاره
    خلک ویښ شول تهلا هفسې ویده یې
    لا روان یې د اولی قرنو په لاره
    د مفسد قاتل په برخه تورمخې ده
    ډیری ولاړل په تور مخ له دغه ښاره
    د تاریخ پاڼې به تورې شې درباندې
    توره شپه دې اخرت دی تمه کړه له سهاره
    په پنجاب کې د هیرا دارالعلوم نه
    را معلوم یې د افغان لستوڼې ماره
    تا د دین ستنې کړې ماتې په قتلونو
    ای اجلاد ه ای مفسده ای غداره
    د کابل د شهیدانو قاتل څوک دی
    راته وایه صدراعظمه حکمتیاره
    خدای عادل دی عاقبت دې رامعلوم دی
    د جنت په تمه مه شې بې له ناره
    هر یو غل دی را معلوم دی ما لیدلي
    د زرداد قلم چمن لویه سرداره
    ستا رنګین خوبونه مثل د میږي دي
    مختورن شې دا مې خواست دی له غفاره

  3. که زه رئیس جمهور نشم نو بیرته سنګر ته ځم ! ( حکمتیار)
    حکمتیاره ! په څرګندونو دی ملت خو څه کوی حتی حزبیان هم شرمیږی ، شاید نژدی اقارب د زامنواو زومانو په شمول دی په دی څرګونونو خجالت احساس کړی ، ستا افکار د ۴۰ کلونو مخکی افکار دی په دی ۴۰ کلونو کی ستا علم او عقل متآسفانه هیڅ انکشاف نه دی کړی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *