تاند- د افغانستان د مخابراتو وزیر وايي، که امریکایانو مخالفت نه وای کړی اوس به اکثرو افغانانو الیکترونیکې پېژندپاڼې لرلې او د راتلونکي کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات به هم د الیکترونیکو تذکرو پراساس شوي وو.
ښاغلي امیرزي سنګین په خپله فېسبوک پاڼه کې د الیکترونیک تذکرو په کار کې د ځنډ د دلایلو د څرګندولو په ترڅ کې ویلي چې امریکايي پوځیانو له الیکترونیکي تذکرو سره مخالفت کړی.
ده د امریکایانو مخالفت ته په اشارې ویلي چې هغوی په خپله له کورنیو چارو وزارت سره یوځای په زیات لګښت د ملي اردو او ملي پولیسو د افرادو لپاره د الیکترونیکي کارتونو د وېشلو لړۍ پیل کړې او په کندهار کې یې عملي کړي ده.
د مخابراتو د وزیر په وینا امریکایانو د بایومټریک مرکز په جوړولو سره غوښتل چې د افغانستان ټولو خلکو ته الیکترونیکي تذکرې وویشي.
سنګین دا کار د افغانستان د قوانینو خلاف وباله.
ده د الیکترونیکي تذکرو د وېشلو په لار کې دوهم خنډ د حکومت په منځ کې مخالفتونه یادونه وکړه خو ویلي یې دي چې اوس نه غواړي په دې اړه جزییات څرګند کړي.
امیرزی سنګین وايي چې د دوی پلان دا و چې د روان ۱۳۹۲ لمریز کال د حمل له لومړۍ نېټې څخه د الیکترونیکې تذکرو وېش پیل کړي.
ښاغلي سنګین د امریکا له لوري د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو د مشرانو د ټېلفوني خبرو د اورېدو په اړه وویل داسې اسناد یې تر اوسه نه دي موندلي چې وښیي د افغانستان د چارواکو خبرې دې څارول شوې او یا هم ثبت شوې وي.
ده په عین حال کې ویلي:« تر اوسه مو ډاډ درلود، چې دغسې کار به نه وي شوی، خو چې ومو لیدل په نړۍ کې دومره په پراخه پیمانه ټیلیفونونه څارل شوي، نو دا امکان شته چې په افغانستان کې هم شوی وي، ځکه یې زه نه شم ردولی.»