زه د سا اخیستو په ګټو نه پوهېدمه خو سهار به چې له خوبه راپاڅېدمه ما به اول یوه لویه سا واخیسته سهار به مې داسمان په مخ پیل کاوه د کلا ښځو به چې ستړې ورځ لرله بیا یې ویل دا ورځ دې دکوم شوم په مخ راپیل کړله، زما سهار به تل اسمان ته په کتو پیل کېده.
زه به له کړکۍ سره ویده کېدمه چې دشپې ستوري وشمارم او تر ټولو روڼ ستوری به زما وه ما به تر هغه اسمان ته کتل تر څو چې به ویده شوم اسمان به تل دیوه ښکلي سهار زیری راکاوه چې سبا مې په تمه دی سهار به مې قران ښایسته تورکي په زوره زوره ولوستل بیا مې په ځان کف کړل د مکتب بکسه به مې بیګا لا تیاره کړې وه سهار به مې تر ټولو ډېر اول وه چې ژر ورسېږم ځکه د پیل تنظیمول او بیا دترانې د ګروپ سرټیمه وم نود کلا نجونې به مې په منډو منډو راخبرې کړلې ټولې به راسره راونې وې تر مکتبه به مو دسولې ازادۍ سندرې خوږې ترانې ویلې، ډېری وخت به چې لاره کې څوک نه وه موږ ښایسته ښایسته سندرې زمزمه کولې.
ګلان به مو راشکول ویښتانو کې به مو قطار ایښودل، د ښایسته شنو باغونو په مینځ کې په شنو سرو زرغون رنګونو کې د ګلانې مرغۍ روانې وو د ویالو او لښتیو له غاړو به مو واړه ماشومان تیرول بیا به خپلو تر ټولو اخره تلم، مکتب ته به چې ورسېدم اول به مې منډه کړله چې پیل څنګه منظم کړو ترانې شعرونه هرڅه به ختم شول. خپلې تختې به مو سمې ودرولې بوټونه به موقطار کړل، چې لمر به راباندې تیز شو بیا به استاد یو بل ځای راولټاوه هلته به مو یوه شیبه کې هرڅه وځغلول چا به سترنجی وړلې چا به تخته اخیسته کله به چې دسترنجی او تختې په کشولو ستړي شو ټولې به راټولې شوو اوسرمعلم به مو راپیدا کړ، چا به ویلې زموږ مکتب ولې نه جوړوئ؟ موږ ته امر راکړئ موږ خپله ځو هغه وخت وه او تیزې ژبې راسره وې خو دغه ټولې تیزې ژبې چې په لوړ اواز به مو په ستیج پورته کاوه، څو ظالمانو یې دحنرې تارونه ورپرې کړل او ټولې ګونګې په کورنو کیناستلې خو هغه ورځ چې سهار راپاڅېدمه ما خپله حنجره نوره هم صافه کړله او غږ مې په زوره کړ، زما شرم هغې ورځې تښتولی وه. کومې ورځې چې زما د خوږو ملګرو خوبونه ورنه وتښتول کومه ورځ چې زموږ د سوي مکتب دودونو په اسمان کې انګازې جوړې کړې وې،هغه ورځ مې ویل زموږ غږ به سړی پورته کړي خو زه یې چې څنګه پورته کوی شمه هیڅوک یې داسې نشي پورته کولی.
دغه سهار زه یوه نابلد لور ته بوتلم خو دغه لوری ما ځانته اشنا کړ، سره له دې چې اسمان به ماته تل زما هغه روڼ ستوری نه راښوده چې په کلي کې مې لیده خو دلته بدمرغي داوه چې د هیچا ستوری په خړ اسمان کې نه ښکارېده، په لارو کې چا ترانې دسولې سندرې نه ویلې ځکه د زرو په قدر زرګر پوهېږي د تعلیم او سولې په قدر هغه څوک پوهېږي چې له تعلیم څخه لرې پاتې دي.
ما یوه نوې سوله د ګلانو له پاڼو ولیکله چې هرسهار به
نجونې بیا په مستی خپلو ښوونځيو ته ځي او بیا به په شنه
هوا کې دسولې او ازادۍ ترانې زمزمه کوي.