تاند- سهار په تشه ګېډه د اوبو څښل صحت ته ډېره ګټه لري. سهار تر چایو او سهارنۍ له مخه د اوبو د څښلو د فایدې په باره کې پخوا هم څېړنې شوې وې او یوه تازه څېړنې یو ځل بیا دا خبره تاییدوي چې سهار تر سهارنۍ له مخه د اوبو څښل صحت ته ډېره ګټه رسوي.
په اینډیا ټایمز کې له خپاره شوي راپورسره سم، سهار په تشه خوا د اوبو څښل معده او لویه کولمه پاکوي چې دغه شی د ځینو ناروغیو له مخنیوي سره مرسته کوي. د سهار اوبه د خوړو په جذبولو کې د معدې کار اسانوي او د هاضمې د سستم چاره بهتره کوي. کله چې د هاضمې د سستم چاره بهتره شي، بدن ته مختلفې ګټې رسېږي.
تر سهارنۍ له مخه د اوبو د څښلو یوه بله ګټه دا ده چې له وینو څخه زهریات لرې کوي چې په نتیجه کې یې د بدن پوستکی روښانه کېږي. له رپورټ سره سم، دا چې د ځینو کسانو د مخ پوستکی روښانه پاتې وي، علت یې دا دی چې د دوی په وینه کې زهریات نه وي. د سهار اوبه د وینو او عضلاتو د نویو سلولونو په جوړولو کې هم برخه اخلي او د بدن د وزن د کمېدو باعث ګرځي.
د ایڼدیا ټایمز په راپور کې لولو چې د ښې روغتیا د لرلو لپاره معمولا ځينې ساده او اسانه اقدامات ډېر اغېزمن وي چې سهار په تشه ګېډه د اوبو څښل یې یو مثال دی. رپورټ وایي چې بهتره ده سهار تر ډوډۍ له مخه څلور ګیلاسه اوبه وڅښو او بیا یو څه وخت صبر وکړو او ورپسې سهارنۍ وخورو، خو کومو کسانو ته چې د څلور ګیلاسه اوبو څښل سخته ښکاري، کولای شي چې اول یو، یو ګیلاس اوبه وڅښي او ورو ورو ځان له یو لېتر اوبو یعنې څلورو ګیلاسونو سره عادت کړي.