سُهیل شاهین

تاند- (یکشنبه، د سنبلې ۱۰) د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین وايي، د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره د طالب استازو خبرې بریالۍ پای ته ورسېدې.

شاهین د خبرو په پای کې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«… د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل په درشل کې یوو.»

سره له دې چې شاهین د سولې خبرې کامیابې بللي او وايي چې د سولې په درشل کې دي، خو وسله والو طالبانو تر بل هر وخت جنګ ته زیات زور ورکړی دی. دې ډلې تېره شپه شاوخوا یوه بجه په پلخمري ښار کې پر دوو ساحو ډله ییز بریدونه وکړل او تر دې ۲۴ ساعته مخکې یې د کندوز ښار د نیولو لپاره ناکامه هڅه وکړه.

د قطر د خبرو په اړه د سهیل شاهین تر ټویټ څو ساعته مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په یوه ټویټ کې له طالبانو سره د سولې د خبرو نهم پړاو پای ته رسېدلی اعلان کړ او ویې ویل چې کابل ته روان دی.

«موږ د یوې داسې موافقې په درشل کې یوو چې تاوتریخوالی به کم کړي او افغانانو ته به لاره پرانیزي چې د یوې دوامدارې او ویاړمنې سولې لپاره خبرو ته کښېني.»

د راپورونو له مخې، دواړو خواوو تېره شپه ناوخته خپلې خبرې پای ته ورسولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *