تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۱مه: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د باندنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د ملابرادر په مشرۍ طالب پلاوي په قطر کې د سولې پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي. په دې کتنه کې دړ قطر د باندنیو چارو وزیر هم حاضر و.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، تیره ورځ طالب پلاوي او افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد او د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د مذاکراتو د پایلو او راتلونکو ګامونو په اړه بحثونه وکړل.

سهیل شاهین پر خپل ټوېټر لیکلی: “ ماښام د اسلامي امارت سیاسي مرستیال محترم ملا برادر اخند، ملا محمد فاضل مظلوم، محترم ملا خیرالله خیرخواه او محترم مولوي امیرخان متقي، د قطر له خارجه وزیر او ډاکټر زلمي خلیلزاد سره ناسته درلوده، د مذاکراتو د نتایجو او بعدي اقداماتو په اړه یې په ځینو مهمو موضوغاتو بحث وکړ.”

دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ خلیلزاد کابل کې له افغان چارواکو او یو شمېر سیاستوالو سره وکتل او د سولې  د روان بهیر په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

افغان حکومت د  خلیلزاد له قوله وویل چې دا مهال د سولې خبرو کې هېڅ ډول د پام وړ پرمختګ ندی رامنځته شوی، او امریکايي لوری د طالبانو پرېکنده ځواب ته په تمه دي.

تیره اوونۍ د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرو کې تر هغه وروسته یو شمېر ناندرې راپورته شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پر طالبانو پړه واچوله چې طالبان د تاوتریخوالي کمېدو ته هوډ نلري.

طالبانو د مایک پمپيو په ځواب کې وویل چې امریکا دې د خپل بام واورې زموږ پر بام نه اچوي، او وویل چې د ټرمپ ټويټ او  امریکايي او کابل  کې د چارواکو ترمنځ د سولې خبرو کې نه همغږي د سولې بهیر ټکنی کړی دی.

One thought on “سهیل شاهین: خلیلزاد بیا قطر ته راغلی او له طالبانو سره یې لیدلي دي”
  1. دا د سولی خبری تر هغه همدا ګونګی کله ګرمی روانی وی چی کله هوا ګرمه شی نو همدا جنګی طالبان به بیرته لکه د مخکی په شان د پاکستانیو مدرسو څخه به بیرته افغانستان ته راشی او خپل جنګ ته به ادامه ورکړی

    ځکه تر اوسه خلیلزاد واضح کړی نده چی د طالب مشران په پاکستان کی دی که په هلمند او کندهار کی کچیری کندهار کی وی نو ولی قطر کی خبری ګرمی روانی دی کچیری په پاکستان کی وی نو پاکستان چارواکو او نظامی ادارو فشار نه راوړی چی کچیری فشار نه راوړی پدی معنا چی دواړه یعنی برتانیه او امریکا په ګډه غواړی د پاکستان په وسیله او یوه اندازه په خپله د بمبار په وسیله ووژنی ځکه برتانیه او امریکا دلته بی له وژنی او ترور بله برنامه نلری

    ځکه دلته چی هر ترور او وژنه کیږی یا به یی پاکستان استخباراتی اداره کسان یا ګوډاګیان کوی یا امریکا نظامیان یا استخباراتی ډلی کوی
    پدی ۱۹ کلنه جنګی دوره کی افغانانو خپل ټولی مخکینی اقتصادی او انکشافی اداری منحل او همدا انکشافی پروژی یی په ټپه ولاړی دی چی زیاترو پروژو ته لکه مس عینک معدن چی همدی امریکا ورته طالبان جوړ کړل او یاده پروژه یی د چین له خولی وویستله

    همدا چین غواړی دلته اقتصادی پروژی او برنامی پلی کړی چی د افغان ولس اقتصاد او ژوند ورسره پیاوړی شی مګر همدا امریکایی په مقابل کی خنډ جوړوی

    تر اوسه پوری د دوی په شتون کی موږ هیڅ داسی بند په کنړ او کاپیسا یا بل ولایت کی جوړ نکړ چی برښنا لوړ ظرفیت ولری بی لدی چی لین لیږد پروژی دی چی یو عادی بم په وسیله هم له مینځه ځی ځکه دولت نشی کولی چی د برق هری پایی ته یو پولیس یا نظامی مسول ودروی مګر کولی شی د یو بند برق د ساتلو لپاره یو کنډک مسول وګرځوی چی مخالفین بیا نشی کولی انکشافی پروژه تخریب کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *