تاند، شنبه، د سنبلې ۱۶ مه: د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته رسیدلی.
ښاغلی شاهین وایي تیره شپه د طالبانو مرکچي پلاوي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر او د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې طالب استازو د ملا برادر په مشرۍ له دغو امریکايي او قطري چارواکو سره د شپې تر دوه نیمو بجو خبرې کړي
دی وایي تر ډیره خبرې ښې وې او د افغانستان د سولې د خبرو په تړاو پکې پرمختګ شوی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي
امریکايي چارواکو تراوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
ښاغلی خلیلزاد چې له طالبانو سره د شوې هوکړې د جزیاتو د شریکولو لپاره د تېرې یکشنبې په ورځ ناوخته کابل ته راغلی و، له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله سره تر کتنو او خبرو وروسته د پنجشنبې په ورځ بېرته قطر ته لاړ.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی داسې مهال بیا له طالب استازو سره ګوري چې د افغانستان حکومت د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د شوي توافق پر پایلو اندېښنه وښوده.