تاند، پنجشنبه، د حوت لومړۍ: د طالبانو د دوحې سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له انګلیس انډیپنډنس ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ویلي، په هغه تړون کې چې د دوی او امریکایي لوري ترمنځ لاسلیک کیږي، د کابل له حکومت سره د مذاکراتو یادونه نه ده شوې.
شاهین ویلي، چې دغه تړون کې یواځې دا ویل شوي چې بین الافغاني خبرې به د طالبانو او افغانستان کې د نورو ښکیلو لوریو د یوه ټولشموله ټیم ترمنځ پیلیږي.
شاهین زیاته کړې چې د سولې هوکړه په بشپړ ډول چمتو شوې او ډیر احتمال شته چې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو یې د لاسلیک کیدو دقیقه نیټه هم په ډاګه شي.
طالب ویاند ویلي، هوکړه کې پر اوربند هم توافق نه دی شوی، خو دا منل شوي چې دواړه خواوې به د تړون لاسلیک کیدو لپاره امن چاپیریال رامنځته کوي.
شاهین زیاتوي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافقنامې د لاسلیک پرمهال به د نړۍ د ۲۴هیوادونو استازي د شاهدانو او ضمانت ګړو په توګه حضور ولري: (( د تړون عملي کیدو د تضمین لپاره یو میکانیزم تیار شوی چې له مخې به یې د سولې د جزیاتو څارنه کیږي.))
شاهین داسې مهال دا څرګندونې کوي چې افغان حکومت وایي، د سولې بین الافغاني مذاکرات؛ به د دولت تر چتر لاندې پلاوی له طالبانو سره مخته بیایي.
که طالبان د ښاغلي غني د حکومت سره خبرې نکوي، نو دا به هغه ځناور وي چې که په خپلواکه توګه راشي دا ټول وطن به یو ځل بیا په پنجابیانو خرڅ کړي. دا ځانور دا فکر نکوي چې په دې وخت او زمانه کې چې د آخوندانو حکومت په ایران د منځه تلونکی دی، دوی به څرنګه په دې ملت حکومت وکړي. دا ټول د پردیو په لمسون اوتې بوتې ولي. دوی په یواځې سر نشي کولای چې بیا ځلې حکومت وکړي
سهیل شاهینه ! ستاخو نوم د افغانانو نه دی نوم دی داسی دی لکه د پاکستان استخباراتو چه درباندی ایښی وی ، خپلی څرګندونی دافغنستان د قهرمان ملت په وړاندی په داسی بی باکی کوی چه نه شرم لری ، نه حیا لری ، نه افغانیت لری ، نه اسلامیت لری ، نه ددی ملت د غیرت تاریخ پیژنی . کله چه اسلام آباد ته ځی نو پاکستانی چارواکو ته د قطر نه تحفی وړی ، خو دهغی طرفه دغه غم ځپلی او مجاهد ملت ته انفجاری واسکټونه ، باروت او مینونه راوړی ، د افغانستان د مسلمان او مجاهد ملت قاتل یاست ، الله (ج) د تاسو ته ددغه قتلونوجزا درکړی اوتردی زیات دی الله تعالی تاسو شرمنده او ذلیل کړی ، ددین په نامه مو څه ونه کړل ؟ حق العبد نه بښل کیژي چه سل واری هم د آمریکائیانو سره مذاکرات وکړی ، تر څو چه د افغانستان د اسلامی جمهوریت د رهبری سره د صلحی رښتینی مذاکرات ونکړی او د مذاکراتو په دوران کی مکمله او رښتینی اوربند ونکړی ، صلحه بیا ناممکنه ده او تاسو د جنګ ، وژلو او تسلمیدلو نه بیا بله لار نه لری ، افغانستان د ۳۰ کلو او یا د ۲۰ کلو مخکی دولت او ملت نه دی ، ستاسو ماغزه همیشه عقبګرده دی او درست تحلیل نه لری ، مخ په وړاندی په افغانستان کی ستاسو هیڅ لیدلوری او برنامه نه وه او نه شته ، یوازی د جګړی تجارت او دوکانداری مو زده کړی ، هغه هم د افغانستان د نیمی پیړی دښمن همسایه دولت نه چه ستاسو دجګړی د تجارت او تروریسم استاد دی اواوس یی پښی مخ په لړزیدا دی لا تر اوسه مو تر خپل استعماری او بزدلانه وزرلاندی ساتی ، ستاسو جګړیزو تجارانو توری څیری ټولی دنیا په خاصه توګه افغان باتور ملت ډیری ښی پیژندلی ، که نه دا ګز دا میدان د انتخاباتو نه به نه تښتی ! او په ډآګه او واضحه توګه اعلان وکړی چه تاسی د افغانستان اسلامی جمهوری دولت چه په کښی زعامت د مملکت د ملت د رایی نه منځ ته راځی قبلوی ، او راشی خپل نماینده دریاست جمهوری د پاره کاندید کړی چه څو رایی وړی ؟ د حکمتیارد رایو نه حساب ولګوی . او په دی هم باید پوه شی چه ملت مو تر سوږمو پوری را رسولی ، که ددی نه نور زیات مو د افغان پیاوړی او قهرمان ملت په تنګ کړ نوبه دغه ملت د افغانستان د امنیتی او دفاعی قوتونو سره اوږه په اوږه ستاسو په مقابل کی په ګرم سنګر کی ودریژی او په ډیره بی رحمی مو دهرغارنه یویو راوباسی او ددوزخ په لوری به موروانوی ، نور موخپله خوښه چه نورد ماضی نه توبه وباسی او که نه ؟ د افغانستان د اسلامی جمهوریت ددولت سره رښتینی صلحه کوی ؟ خپل وطن جوړوی ؟ او که همداسی د نورو په ښونه د جګړی تجارت ته دوام ورکوی چه البته په دی حرام تجارت کی تباهی د دنیا او آخرت ده.
Trump will not sign peace with Taliban if Taliban do not declare cease fire and talking with the Kabul Government. If Taliban dreaming of the absolute power, it will not happen.