د پاکستان ملي لوبډلې پخوانی کپتان عامر سهیل د لنډ مهاله روزونکي په توګه له افغان ملي لوبډلې سره په دنده وګومارل شو.
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو څارنګې نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او پیاوړی توپوهونکی عامر سهیل د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره د آسیا د غوره لیګ د سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه د توپوهنې په برخه کې د لنډ مهاله روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو.
عامر سهیل به، چې چپ لاسی توپوهونکی دی او په ۱۵۶ نړیوالو یو ورځینیو سیالیو او ۴۷ ټیسټ سیالیو کې لوبیدلی دی، د آسیا غوره لیګ سیالیو لپاره چمتووالي په موخه په هغه روزنیز کورس کې چې په پاکستان کېجوړېږي، له ملي لوبغاړو سره یو ځای شي.
د دې تمرینونو یا کورس لپاره پاکستان د دط لپاره غوره شوی چې پاکستان او مالیزیا له اقلیمي پلوه ورته والی لري.
د عامر سهیل تر څنګ به نور روزونکي هم د افغان ملي لوبغاړو روحیې د پیاوړتیا لپاره په دغه روزنیز کمپ کې له ملي لوبډلې سره په ګډه کار کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د کرکټ بورډ رسنیو څانګې ته په دې اړه داسې ووییل، “عامر سهیل چې د پاکستان پخوانی کپتان او پیاوړی توپوهونکی وو، د آسیا غوره لیګ سیالیو چمتو لپاره له ملي لوبډلې سره د توپوهنې روزونکي په توګه وګومارل شو. په دې اړه له بل بهرني روزونکي سره هم خبرې تر ډیره بریده پر مخ تللې دي چې تر دې دمه د امنیتي ویرو له کبله یې په دنده ګومارنه ځنډنۍ شوې ده”.
در شهر خربوزه همین میشود
باید این شهزاده مسعود برکنار شده و یک کسیکه یک کمی کرکت را میداند رئیس عمومی بورد شو
اولتر از همه این مربئ فعلی کدام شهکاری کرده که فعلآ هم با هزاران دالر معاش میگیرد
چرا ما همیش در پشت پاکستان هستیم
اول راشد لطیف مربئ فعلی کبیر خان و این هم یک قصه مفت دیگر عامر سهیل
گمشکو این کرکت بورد خودده به پاکستان فروخته
یک کمی پول که بنام این مردم بیچاره از آی سی سی بدست میاید
حال در جیب های این دالخوران بفتد
عجیب رشخندیست
خدا خیر مارا پیش کند
ولې په دې پراخه نړۍ کې د کوم بل هیواد تکړه روزونکی نه وو چې تل مو د دې تور مخو پنجابیانولمن نیولي وي. یو متل دی چې وایي دښمن کې د خر هم شي پرې مه سپریږه. خدای ج د وکړي چې د کریکټ بورد ددې متل څخه ګټه پورته کړي او د خپلو لوبغاړو د روزلو لپاره د کوم بل هیواد په ځانګړې توګه هندوستان یو روزونکی وګماري.
په درنښت
نور