د پکتیکا په ولایت کي د سواد مدني ټولني لخوا د شخصیت جوړوني ترعنوان لاندي یو ورځنی سیمنار چې په لسګونو ځوانانو په کي ګډون کړی وه پای ته ورسید.

د سواد مدني ټولني مشر محمدالله همت یار د سیمنار په پرانیسته وینا کي ګډونوالو ته وویل چې د دې سیمنار له جوړلو څخه یې هدفونه دا وه چې  ځوانان وپوهوي چې څنګه په خپل ژوندانه کي پرمختګ وکړي.

همت یار همدارنګه وویل سواد مدني ټولنه به په راتلونکي کي هم دې ته ورته سیمنارونه په لاره واچوي تر څو د ځوانانو د ظرفیت په لوړولو او عامه پوهاوي کي خپل مسولیت ادا کړي.

نوموړي همدارنګه د لنکن ښوونیز مرکز له ادارې څخه هم مننه وکړه چې تل یې د ځوانانو په راویښولو او ظرفیت لوړولو کي نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کړي دي.

دلنکن ښوونیز مرکز مشر سید انور شاه سادات هم له سواد مدني ټولني څخه د سیمنار دجوړلو له امله مننه وکړه او په نورو ځوانانو ، مدني ټولنو، عالمانو او استادانو یې غږ وکړ چې په لنکن ښوونیز مرکز کي دې خپل پروګرامونه جوړ کړي او دهیوادوالو خصوصآ دځوانانو د ظرفیت په لوړونه کي دي برخه واخلي.

دپیل له خبرو وروسته د سواد مدني ټولني مشاور زلمي خروټي ګډونوالو ته سیمنار ورکړ.

دا سیمنار د لنکن ښوونیز مرکز د غونډو په تالار کې جوړ شوی وه ، ددې سیمنار یوه مهمه برخه له خبري سرویس وروسته له میلمه راډیو څخه هم اوریدلی شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *