کډوالي په ټوله نړۍ کې یوه انساني پدیده ده او د طبیعي پېښو، جګړو او نورو ناورینونو له امله انسانان له یوه ځایه بل ته کډوال کېږي. د کډوالۍ ستونزه تر پخوا کم شوې، خو په بشپړ ډول يې له منځه تلل ناشونی کار دی.
په افغانستان کې کلونه کلونه جګړو هم د دې هېواد ډېری خلک کډول کړل او د کډوالۍ د ژوند تریخې شېبې يې پرې وڅکلې. د جګړو پر وخت چې زموږ پر خلکو سره ورځ راغله، نو د دې ناخوالو څخه د خلاصون په موخه څه خلک مخ پر پاکستان کډوال شول او څه يې ایران ته ولاړل.
د کډوالۍ پر وخت چې له هر چا سره یوازې د یوې مړۍ ډوډۍ د ګټلو فکر و، نورې چارې خلکو هېرې کړې وې او د ډوډۍ ګټلو پسې به شپه ورځ لوی او واړه لالهنه ول.
د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو او په هېواد کې د نسبي امنیت او د دیموکراسۍ د نوې پديدې له خپرېدو سره هېواد ته د کډوالو جوپې راماتې شوې او له لرو و بره کډوال راستانه شول.
په متل کې اورو چې: «ګټه په تاوان کېږي»
په راستانه شويو کډوالو کې هم د ګټې او تاوان خبره ده، له پاکستانه راستانه شوي کډوال تر ډېره کسبه او څه نا څه په کار پوه خلک دي، خو له ایرانه ډېری راستانه شوي کډوال پر نشو روږدي او پوډریان دي.
معتاد او بدعمله انسانان یوازې خپلې کورنۍ ته سرخوږی نه وي، بلکې ټولې ټولنې ته هم سر درد وي.
هغوی چې معتاد دي د خپلې نشې د موندلو لپاره په ښار کې له سوالګرۍ نیولۍ تر غلا او پر بل هر بد عمل لاس پورې کوي.
د افغانستان په اکثریت سترو ښارونو کې اوسمهال د سوالګرو ډلې موجودې دي او په دوی کې لږو کسانو له مجبورې ورځې سوال او ګدایګرۍ ته مخه کړې ده، خو د دوی ډېری يې داسې کسان دي چې د ښارونو امنیت ګواښي او د بهرنیو استخباراتي کړیو او په هېواد کې دننه د زورواکو او د دولت د مخالفینو ملاتړ لري.
په ښارونو کې داسې سوالګر هم شته چې د ځینو مافیايي کړیو او یا هم د نورو ورانکارو ډلو لخوا د ورځني مزد په مقابل کې استخدام شوي دي، په دغو سوالګرو کې بهرني سوالګر په ځانګړي ډول پاکستانیان هم شته چې د خلکو په باور دغه سوالګر په رسمي وېزو افغانستان راځي.
په ۱۳۸۸ کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزې د یو فرمان په اساس سوالګري منع کړای شوه. څه باندې پینځه کاله وړاندې د سوالګرو د راټولولو لپاره د هغه وخت د ولسمشر په فرمان د کورنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو، عامې روغتیا وزارتونو او افغاني سره میاشتې ټولنې له غړو یو ګډ کمېسیون جوړ شو چې د پخواني ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي یې مشري کوله او شاوخوا څلور زره سوالګر یې له کابله راټول کړل. د دغه کمېسیون په جوړېدو سره په کابل کې د سوالګرو شمېر خورا کم شوی وو.
خو اوس د څه باندې پېنځو کلونو په تېرېدو سره په کابل ښار کې سلګونه سوالګر لیدل کېږي.
یو ځل بیا په ښار کې د سوالګرو د بې ساري ډېرېدو لامل د هغه کمېسیون چې له ښاره یې سوالګر ټولول ړنګېدل دي او بل لامل د حکومت بېغوري او نه پاملرنه ده چې د سوالګرۍ د له منځه وړلو لپاره يې پر یوې منظمې پالیسۍ غور نه دی کړی او له کلونو راهیسې دا ستونزه ـ ستونزه پاتې ده.
د هېوادونواستخابراتي سازمانونه د خپلو فعالیتونو او اهدافو ته د رسېدو لپاره له هغو وسیلو کار اخلي، چې له هغې سره په ټولنه کې د نورو انسانانو چلند نرم او عاطفي وي. سوالګر او نور هغه خلک چې د ژوند پېټی په خپله نه شي وړلی او د نورو لاسنیوي ته يې سترګې نیولې وي له همدغو خلکو دي.
انساني خواخوږي په هره ټولنه کې شته، خو په مسلمانو ټولنو کې بیا خلک دغه اصل چې یو دیني ارزښت دی ډېر پالي، افغانان چې هم مسلمانان دي، له سوالګرو او ګدايګرو سره عاطفي چلند کوي او څه يې چې له وسې وي، مرسته ورسره کوي؛ خو زموږ په ټولنه کې د دې تفکیک چې کوم سوالګر له مجبورې ورځې سوال ته مخه کړې او کوم د ځانګړو ډلو په ملاتړ او اهدافو لپاره دا لار غوره کړې ګران کار دی.
د پوهانو خبره ده، چې وايي په ټولنه کې پوه او ځیرک انسانان هغه دي، چې هغوی په کل کې جز ته ځیر کېږي.
په کل کې جز ته ځیر کېدل دا مانا چې موږ څنګه کولای شو، توپیر وکړو چې دا سوالګر دی او دا بل نه دی او ځان هسې سوالګر تمثیلوي.
د کابل ښار په مهمو او کیلدي سیمو کې به مو سوالګر ډېر لیدلي وي، ښايي په دغه مهمو سیمو کې د سوالګرو د ډېروالي لامل تاسې دا وګڼئ، چې ګوندې په دې ساحو کې د ښار د نورو خلکو په پرتله دلته شتمن او پیسه داره خلک تګ راتګ کوي. ستاسې دا دلیل به سم وي، خو ایا کله مو پر دې هم فکر کړی چې په دومره مهمه سیمه لکه د بهرنیو چارو وزارت په شاوخوا کې سوالګر تر سوالګرۍ ورهاخوا کوم بل کار هم کولای شي؟
د ښار په مهمو سیمو کې د سوالګرو شتون کومه بابېزه خبره ګڼل نه ده پکار.
ډېر داسې موارد به وي، چې همدغه سوالګر او ګدايګر د ملي امنیت د ځواکونو د فعالیتونو پر وړاندې خڼډ شوي وي.
د ښار په کوڅو او عامه ځایونو (پارکونه او بڼونه) کې د لاسي ایسکریم پلورونکو په اړه هم شک پکار دی.
نوي دولت ته پکار ده چې له ښارونو د سوالګرو د ټولولو لپاره یوه نوې پالیسي جوړه کړي او یا هم د پخواني حکومت په څېر ورته کمېسیون جوړ او تمویل کړي چې په راتلونکي کې د مالي ستونزه له کبله ونه تړل شي او ښارونه له سوالګرو پاک کړي.
که ښارونه له سوالګرو پاک شي، نو په ښارونو کې به امنیت څه نا څه ښه شي او ښاریان به په خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي.
