تاند، سه شنبه، د میزان ۲۳مه: افغان سوداګرو پر حکومت غږ کړی دی چې دوی دې هم د غچ په ډول د پاکستان په موسمي تازه مېوو درانه مالیات وضع کړي.

سوداګر وايي، نه یوازې په پاکستان بلکې پر ایراني مېوو دې هم افغانستان ته د واردېدو پر وخت درانه مالیات ولګوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د انګورو او انارو حاصلات رارسېدلي دي خو پاکستان خپلې خاورې ته په داخلېدو د افغاني انارو او انګورو له هر یو موټر ۳۰۰ زره کلدارې تعرفه اخلي.

افغان سوداګر وايي، دا مهال د افغانستان بازارونه په ایراني او پاکستاني مېوو او سبزیجاتو ډک دي، په داسې حال کې چې دغه مېوې په افغانستان کې هم تولیدېږي، خو افغان حکومت یې د بازار او ملاتړ لپاره هیڅ نه دي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په افغانستان کې خپل تولید شوي کچالان په ۱۲ افغانۍ کېلو پلورل کېږي، خو دا چې پاکستان او ایران پرې درانه مالیات لګولي دي، نو د افغانستان کچالان دغو هېوادونو ته نه صادرېږي.

سوداګر همداراز وایي، پاکستان د افغانستان په انګورو او انارو هم مالیات درې چنده لوړ کړي دي، دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مڼو د فصل په رارسېدو هم پاکستان خپلې خاورې ته په مختلفو بهانو د مڼو د صادراتو مخه نیوله.

One thought on “سوداګر: افغان حکومت دې د ایران او پاکستان په مېوو مالیات لوړ کړي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *