تاند:د هېواد سوداګرو په احتمالي توګه پاکستان سره د کابل د هوکړې له مخې د واهګه بندر د خلاصېدو هرکلی کوي او وايي، دا کار به د هېواد په صادراتو مثبته اغېزه وکړي.
سوداګر وايي، هند ته د واهګه له لارې د صادراتو لړۍ ارزانه پریوځي او مالونه هم په کې نه زیانمن کېږي، ځکه نو د دوی په اند که واهګه بندر خلاص شي د افغانستان – هند د هوايي صادراتو تشه به هم ورسره ډکه شي.
ګل مراد د مېوې سوداګر دی او وايي، مخکې به پاکستان هند ته د سیاسي مشکلاتو له کبله دا لار نه خلاصوله، اما که اوس پرانیستل شي هم به لنډ وخت کې افغاني مېوې هند ته رسېږي او هم به یې د خوسا کېدو مخه ونیول شي.
غلام حیدر رفعت د وچې مېوې سوداګر دی، نوموړی وايي د هوايي دهلیزونو له پرانیستې سره د پاکستان له زمیني لارو د افغانستان صادرات کم شوي وو او د هوايي صادراتو کچه لوړه شوې وه، مګر اوس چې پاکستان خپل هوايي حریم هم تړلی دی، نو هند ته د افغانستان د وچې مېوې صادرات خورا ګران او قیمته پرېوځي.
نوموړی وايي، د واهګه بندر پرانیسته به افغاني صادراتو لپاره د هوايي دهلیزونو ښه اوغوره بدیل وي خو چې پاکستان په دې برخه کې صادقانه عمل وکړي او دا بندر د سیاسي موخو لپاره بیا بند نه کړي.
د افغان سوداګرو خوشالي د واهګه بندر خلاصېدو ته له هغې وروسته پيدا شوه چې ولسمشر غني پاکستان ته سفر کې وویل، چې پاکستاني چارواکو ورسره ژمنه کړې ده چې په افغاني صادراتو بار موټرو ته به اجازه ورکوي څو د هند واهګه له لارې اټاري سیمې ته خپل مالونه ورسوي.
بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند جان اقا نوید وايي، که چېرته پاکستان په خپله ژمنه ولاړ پاتې شي، نو د واهګه له لارې به هند ته د افغانستان د صادراتو کچه خورا پورته ولاړه شي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان د واهګه له لارې خپل لومړنی صادراتي موټر شبږ کاله وړاندې د ۱۳۹۲ کال په سنبلې میاشت کې هند ته اړولی و.
