يو شمېر سوداګر وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د پسونو بيې لوړې شوي، دوی وايي د بيې د لوړېدو لامل روانه نا امني او د خلکو کمزوری اقتصاد دی.
کرنه او مالداري چې تر ډېره پرې د افغانستان اقتصاد ولاړ دی، د وګړيو ډېری برخه پرې هم بوخته ده.
د هلمند د پسونو، وزو او وريو سوداګر وايي د تېر کال په پرتله سږ کال د وريو او پسونو بيې لوړې شوي.
دوی وايي تېر کال د يوه منځني پسه بيه اته زره پاکستانۍ کلدارې وې خو سږ کال هغه ډول پسونه لس زره پاکستانۍ کلدارې بيه لري.
د محمد اعظم په نوم يو سوداګر چې د پسونو او وزو پېر او پلور کوي وايي، د بيو د لوړېدو يو لامل د جواريو د بيو لوړوالی دی.
نوموړی وايي، خلک پسونو ته جواري ورکوي نو په دې خاطر يې په لوړه بيه خرڅوي.
د حمکت په نوم يو بل سوداګر وايي، له يوې خوا هلمند کې د خلکو اقتصادي وضعيت خراب شوی او بل پلو له ګاونډي هېواد پاکستان او له نورو سيمو د پسونو سوداګرو راتګ دلته د مالونو بيې لوړې کړي.
هغه وايي، د بيو لوړوالي د دوی پر کارو بار هم منفي اغېز کړی.
سوداګر وايي، د هلمند خلک کوچني وري پېري خو د کابل او نورو سيمو خلک بيا لوی پسونه خوښوي چې په لوړه بيه يې رانيسي.
يوازې پسونه او وري نه دي چې کاروبار يې هلمند کې کمزوری شوی، په ټوله کې د کرنې په برخه کې د بيو لوړوالي او ټيټوالي دغلته سوداګريزې چارې ټکنۍ کړي دي، چې خلک يې لوی لامل کمزوری اقتصاد او دغلته روانه نا امني بولي.