بصیر عاصم
عرب پسرلی که تونس او مصر ته د جمهوریت ګلونه را وړه خو لیبیا او سوریې ته په داسي دوزخ بدل شو چې خلاصون به یې کلونه ونیسي همغه وخت به د اوس په نسبت ښاي د ژوند او بقا دپاره شته امکانات هم په نشت برابر وي.
سولیز احتجاجونه څنګه متشدد شول ؟
 لیبیایان د سوریایانو په نسبت څه ډېر نیکبخته ځکه وه چې پوځ یې د مستبد قذافي پر ځای د ولس په طرف ودرېدل ،او امنیتي حالات هم د سوریې په نسبت ډېر ښه شول خو ددې برخلاف د سوریایانو ستره بدبختي دا وه یا ده چې مستبد ټولواک اسد یې تر میلینونو انسانانو وژولو بې کوره کولو او هیواد په کنډواله بدلولو یي خپل حاکمیت او استبداد غوره وګاڼه او پوځ پوره ننګه هم وکړه. د سوريې انقلاب د تونس ، مصر او لیبیا په څېر سولیز خوزښتونه او احتجاجونه وه خو کله چې د اسد او فذافي په څېر جلادانو د غیرمسلحو پاڅوانوالو په خلاف وحشیانه وژونکي عکسل العمل وښوده  سولیز پاڅونوال یې و مسلحي مبارزې ته وهڅول تشویق او مجبور کړل.
ولسي مبارزه بیا تر نیابتي جګړې:
د انقلاب په شروع کې د ولسي مبارزې هدف جمهوریت وه او مبارزه هم مطلق ولسي وه خو کله چې روسانو د منځنی ختیز په دې هیواد کې یو ورپاته متحد زوال ولیدی عملاً یې د اسد په طرفدارۍ او سوریایی ولس پر خلاف مستقیمه نظامي مداخله شروع کړه، امریکا چې د منځنی ختیز د ډېرو هیوادونو سره تاوده سیاسي تعلقات لري دې ډګر ته د لوبېدو د پاره لیواله کړه. ایران چې د بهرنۍ پالیسۍ سرې کرښې یې دشعیزم پالل دی د اسد په ملاتړ مستقیمه او غیرمستقیمه نظامي مداخله شروع کړه او دا هغه څه وه چې سنیت پاله سعودي عرب يي د سني افراطیانو روزلو ته وهڅاوه ،  له همدې ځایه سوریه د نیابتي جګړو په ډګر بدله شوه.
ولسي پاڅون ولي وځپل شو؟
لکه څنګه چې د اسد سره روسیه ، ایران او ایران ملاتړی پر طرف ودرېدل امریکا او متحد سعودی یي پر خلاف د سوریې د ولسي پاڅونوالو تر څنک نوري غیري سوریایی ډلې جوړي او د جګړې ډګر ته داخلي کړې  لکه داعش النصره ….. خو څنګه چې دوی توقع لرل د اسد پر خلاف په جکړه کې متحد نشول بلکي په خپلو مینځو کې سره ونښتل او داعش چې د عراقي ناراضه سنیانو له اکثریت تشکلیل شوې وه پام پر عراق ور ټول کړ او د سوریي ځیني سیمې چې یې لاندي کړي وې د خلافت ډول غاړي ته کړ ، په دې توګه د هغه اصلي مسیره منحرف سوه د کم دپاره چې روزل شوی وه. په دې وخت کې داعش د اسد نه بلکې د سیمي د سرطان حیثیت ځان ته غوره کړ او ان د سعودي پر خلاف یو ستر ګواښ وګڼل شو او په دې توګه یې هغوی د دوی ځپلو ته مجبور کړه چې دوی یې جوړ کړی وه ، چې ددې سره سم یي د اسد ملاتړو هیوادونو ته د فراطي ډلو د ځپلو په پلمه ولسي پاڅونوال چې وار له مخه د همدې افراطي ډلو د وحشیانه کړونو په وجه بدنام شوی او ضعیف شوي وه د ځپلو موقع په لاس ورکړه په دې توګه د میلینو سوریانانو د جمهوریت ارمان نیمګړی پاته شو، هغه ارمان چې د سوریې په تباهۍ د میلینونو په بې کورۍ او سلګونو زرو په وژنه بشپړ نه شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *