ډزې شوې، چاودنه وشوه، چیغې شوې. منډې شوې. د امبولانسونو غږ شو. خبریالان راغلل:

« څو وژل شوي؟»

پولیس د خبریال کمره پورې وهله. نارې یې کړې:

« د خدای لپاره نژدې څوک مه راپریږدئ»

خبریالان شاته شول. ټانکر راغی، اوبه یې سړک ته ونیولې. اوبه لکه وینې سرې شوې. سړک الواني شو. ټانکر نورې اوبه وپاشلې، وینې پیکه شوې. ویالې ته کم رنګه وینې وبهیدې.

یوې ښځې وویل:

– خیر دې یوسې اوبه یې شیندلي چې خاورې ناستې دي

څنګلورې له چادري کش کړه:

-ګوره د لمرختو خوا ته یوه بوړبوکۍ ده د لمر لویدو خواته بله

په خندا یې ورته وویل:

-لمر خو له هاغه بلې خوا راخیژي

– راچټکه شه د مازدیګر اذان څه وخت وشو

ترافیک شپیلۍ ته پو کړل.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *