(داردو ژبي کیسه لیکوال او نقاد فرخ سهیل ګویندي د خواجه احمد عباس په اړه داسي وایي .
خواجه احمدعباس دجون دمیاشتي پر ۷ تاریخ په پاني پت کي زیږیدلی دی ، هغه د هند د د هغه روڼ اندو دانشورو د ډلي څخه دی چي په ټولنیزه تغیراتو کي یې عملي او اساسي کردار لوبولی دی :
خواجه احمد عباس هراړخیزه شخصیت څښتن دی بحیثیت ژورنالسټ، ادیب ، ناول کښونکی او فلم ساز ، په هر ډګر کي نه هیریدونکي کارونه در ، سره کړي دي :
د ۷۳ کتابونو کښونکی خواجه احمدعباس که په اردو ادب کي د کیسه کښلو په نسبت یوه رڼا نومول کیږي نو په فلمسازي کي نوی تجربات او د نوو فکرونو دودولو مخکښ په ژورنالیزم او دانشورۍ کي یو مفکر :
د عباس یو کتاب (انقلاب) د هند په ادب خپل یو ځانګړی مقام در لاسه کړی دی:
د عباس یو شمېر لیکني په د هندي ژبو علاوه په نورو ژبو لکه روسي ، جرمني، فرانسوي ، اطالوي ، عربي او هسپانوي ژبو ژباړل سوي دي .)
—————————————–
څلور واړه دیوالونو باندي انځورونه رسم سوي وو، زړه وړونکي انځورونه چي دسپینو وزرو دریابي مرغان دنرګس په څېر په اوبو کي ولاړورپکي ښکاریدل ، یوې مغلي شهزادګۍ پر آس سپور خپل مین دسترګو تر بیخو څارولو :
مهاتما بت چارزانو پخپلو فکرونو کي دهره څه بې خبره ناست دی ، یوه راجپوت پېغله په هنداره کي دخپل عکس دلیدو په ننداره وه ….. زړه وړونکې څېرې ، مضبوط بدنونه ، ښکاري سترګي ، پړسېدلي سینې ، اوږدې توري زلفي ، غوړیدلي ګلان ، نڅېدونکي طاوسان…. او لوړ پربام رنګا رنګ وریځي شنه آسمان ته ورغاړه وتلې .
د (ګوپال) په دې تنګه تاریکه کوټه کي دهنر یوه نړ ۍ ودانه وه ، دتخیل ویړ یو بازار پکي ودان وو، چي پکي حسن و، مینه وه او سکون وو،خو چي څه مهال یې تر کړکۍ دباندي وکتلو نویې رښتونې دنیا در سترګو سوه ، دباندي دکوڅې په منځ کي یو مردار لښتی بهیدو ، بل خوا ته د انبار کوټي په نظر ورغلې ، پوم بوڼولی سپی په یوې مرګي حاله پشي پسي خطاسوی وو، چاغي پړسېدلي مږي پرانبارو داسي په اطمنیان سره ټپریدلې تابه ویل کوم غرنی پېچومی یې موندلی دی … د مردار لښتي پرغاړه یو ونیم ماشوم ځان تښولو، دکوڅې پردکان ګاډۍ وانان او مزدوران سره ناست و بیړۍ یې څکولې ، ماشومانو یو په بل پسي اوږد قطار جوړکړی و د اورګاډي لوبه یې کوله ، دیوې خوا به راغبرګ سو چیک،چیک به یې کولو، شپېلګي به یې ویل تېر به سو :
مخامخ د دیوال هغه خوا ته د ایلومونیم دلوښو فابریکه ده ټوله ورځ اوشپه یې ټک،ټک ،کړپ ، کړپ چالان وي ، دیوال ته ورڅرمه دفابریکې دود کښ دی او هره لحظه یې دود روان ،روان وي او چي باد به چپه سو دود به تر کړکیو کورونو ته را دننه سو، پر هر یوه شي به وغوړیدو، پرکپړو او بسترو به تور پوډر پریوتو ،نوځکه ګوپال به هروخت دخپلي کوټې کړکۍ تړلي ساتلې چي دفابریکې دود یې انځورونه برباد نکړي ، له دې پرته هم دکړکۍ دباندي منظر تل ورته ناخوښه ایسېدلو ،کله چي به یې کړکۍ پرانستله دانبار کوټي او مردار لښتي چي به یې درسترګو سو نوبه ډېرزیات وځوریدلو ، څومره زغرده چي به یې په وس وه کړکۍ به یې دومره زغرده وتړله ،خپلي دنیاګۍ ته به ورترغاړه وتلو ، په زړه وړونکو انځورونو کي به ورک سو او د دباندي اصلیت ، کثافت ،بدبویي او شغل به ورځني هېرسو :
لاکن نن چي تر توان وتلې ګرمي وه ، په تړلې کوټه کي ساه په ختو وه، ګوپال بې له دې چي په دود باک وکړي دکړکۍ پلې یې پرانستلې ، له دباندي دساړه باد سره دبدبویۍ يوه څپه راغله او ورسره دفابریکې د دودکښ د دودانو یو غبارکوټې ته را داخل سو ، لاکن نن ده کړکۍ دغسي پرانستي پرېښودلې او تر ډېره یې په کوڅه کي روان خلکو ته په یوه نوي نظر سره کتل او نن ورته دا کوڅه یوه نوې کوڅه ښکاریدله ……..:
ګوپال یو مزدور وو، په مخامخ د ایلومونیم په فابریکه کې کار کولو لاکن هغه یو هنرمن هم وو، حقیقت کي هغه یو داسي هنرمن و چي دخیټي غم خوړلو لپاره خوارۍ ته اړ وو، هغه خپل ژوند په دوو برخو کي ویشلی وو، په څلرویشتو ساعتوکي آته ساعته دفابریکې په توده او بدبویه هواکي په خولو کي ډوب زاړه خیرن کالي ترغاړه د نورو مزدورانو سره کار به کولو او پاته شپاړس ساعته دهنر او تخیل په دنیاکي تېرول،یوه دمیني دنیا چیري چي نه مزدوران و،نه فابریکه نه یې دودان و، نه بدبوي او کثافت و، بلکې ښکلي مخونه و، په ګلانو او سبزه پوښلي ناوې وې ،هسک ،هسک واورین غرونه و، ترڅه مهاله چي به هغه په خپله کوټه کي و، په هم دې دنیا کي به ورک پاته وو:
له فابریکې چي به هرڅومره مزدوري ورته ورسېدله ، په هغه کي به یې دکوټې باړه ورکړه او دیوه وخت د ډوډۍ خوړلو پس چي به هرڅومره پیسې ور پاته سوې په هغه به یې رنګونه رانیول ، آیل پینټ ، واټرکلر کینوس ،کاغذ به یې په واخستلو او انځورونه به یې رغول ، دملایکو انځورونه چي له وړوکوالي یې په دماغ کي نقش پاته وو ، دزړه وړونکو میرمنو انځورونه چي یوازي د ده دتخیل په نړۍ کي یې استوګه درلوده ، دهغه ګلونو انځورونه وو، چي کله ده بویولي هم نه و ، او دهغه ګلونو انځورونه وچي هیڅ وخت یې په رانیولو او دځان سره ساتلو ته توانیدلی هم نه وو:
هغه چي به دیو څه ساعت لپاره بیده که هم سو دغه انځورونه به یې په خوب کي لیدل او کله ،کله به یې په خوب کي چي کوم زړه وړونکی منظر ولیدلو هغه ګړی به راويښ سو، ناقرار به یې څراغ ولګولو رسامۍ ته به چمتوسو ، ده یوشمېر کینوسونه تراوسه ، سره او ژړبخون کړي وو ، کله چي به دکینوس د رانیولو پیسې ورسره نه وې نوبه یې پرکاغذ انځورونه رسمول ، چي کاغذ به ورتمام سو نوبه یې پر دیوالو او چت باندي عن تر دا دماتي چوکۍ پر دواړو خواوو به یې انځورونه رسم کړي وو ،لاکن دکومو شیانو انځورونه چي به یې رسمول د ده د ژوند سره یې هیڅ تړاو نه درلود، د ده په ژوند کي به ښایست دکومي کېدو دلته خو تش غریبي، زیار، کثافت او بدبویۍ راغونډي وې ، او ګوپال په دې فکر وو چي د دې ټولو دهنر سره تړاو کېدلی نسي ، هنرته دښکلو او زړه وړونکو شیانو په لټه اوسېدل په کار دي ، او ښایستوالی ګوپال تش په خپل تخیل کي در لاسه کولای سو …. ګوپال انځورونه دڅه لپاره رسمول ؟ د دې ځواب هغه په خپله هم نه درلودﺉ ترنن یې یو انځور هم چا رانیولی نه وو، نه یې په ورځپاڼه یا کومه مجله کي کله یادونه سوې وه ، دهنر په نړۍ کي یې چانوم هم اوریدلی نه وو، نوبیا هغه انځورونه دڅه لپاره رسمول ؟
شاید په دې خاطر چي پلار به یې دخوشالۍ پرموقعه له خټو بتان جوړول ، دا ډول په کوشنیوالي به لا ګوپال دپلاره رنګونه پټول پرکاغذ دکرښو ایستلو شوق ور پیدا سو شاید په دې خاطر دمکتب د ډراینګ (رسامۍ) دصنف پرته یې نور هیڅ یوه کار ته زړه نه کېدلو اود رسامۍ استاد چي د ده رسم کړي انځورونه وکتل نویې په ده کې نوره تلوسه را پارولې وه ، یا شاید په دې چي ګوپال یو غریب و او په یوه چټله کوڅه کي په یوه بدبویه کوټه کي اوسیدﺉ اودخپل زړه دبړاس ایستلو لره یې یوې وسیلې ته اړتیا درلوده !
دیتیم او غریب ګوپال په زړه کي دښایست ،خواخوږۍ او میني یوه عجیبه تنده پرته وه چي د انځورونو په رغونه به یې خړوبوله … ګوپال انځورونه ولي رغول ؟ شاید په دې چي هغه کله اولس کلن و دیوې نجلۍ سره یې مینه درلوده، هغه نجلۍ د ده په ګاونډ کي اوسېدله بیخي زیاته ښایسته او د شتمن پلار لور وه ، او دخوار ګوپال تر وس تېره سودا وه ، نوځکه د دې میني هغه کله اظهار کړی هم نه وو، هغه میني پزړه ،زړه کي ځورولو او دمیني دا شمع کله خاموش هم نسوه ، په ایرو کي دپټ بڅرکي په څېر په چوپتیا کي بلېدلو او ډېر کلونه پس چي دی دکلي بمبۍ ته راغی او هغه نجلۍ اوس دیوه ډپټي کلکټر د څلورو اولادونو مور وه ، اوس هم دمیني هغه شمع دګوپال په زړه کي بلېدله د اظهار وسیله یې بې دې انځورونو د رسمولو کومه بله نه ښکاریدله !
رجني ، ګوپال تش لېدلی و، کله یې هم خبري نه وې ورسره سوي ، بس دلیري یې دهغې پرستش کړی وو هم په دې خاطر اوس هم په ډېر درنښت او احترام یې ګوپال په انځورونو کي پرستش کولو ،کله دسرسوتي او کله دشکنتلا په بڼه ،کله دمغل دشهزادګۍ په لباس کي او د کومي راجپوت شهزادګۍ په سینګارکي ، پرستش کوونکو سترګو رجني د لازواله ښایست ناوکۍ ګرځولې وه ، یو شاعرانه دنیاګۍ ، یوه ملایکه چي د دې نړۍ دلېدونکو زړه وړونکو انجونو سره یې هیڅ سمون نه خوړولو ، دهغې توري دهوسۍ سترګي او ملا خویې دومره نرۍ وه لکه چي هیڅ وه هم نه ،او ګوتي خویې دومره نرۍ وې لکه ………
ګوپال نن بیا د رجني په یادکي یو نوی انځور رسمول غوښتو، را روانه اونۍ په ښارکي دهنر ننداره کېدونکې وه او ګوپال ورته یو نوی انځور استول غوښتو ، یوداسي انځور چي پکي د ده دهنر واړه کمال څرګند وي ، یو رښتونی شاهکار چي په لېدو سره یې هرڅوک د ده دهنر په منلو سره اړ وزي … څوک پوهیږي ، کېدلی سي د ده و دې انځور ته انعام هم ورکول… لاکن د ده اصل مرام نه خو انعام و اونه شهرت ، هغه خو دخپل زړه سوځیدونکې مینه دهنر په بڼه تل پاتي ساتل غوښته :
د رجني دي یو داسي انځور ورغول سي چي پکي دهغې د ټول ښایست ،پېغلتوب،دسترګو مستي ،دنازک بدن هراندام پکي جوت سي او په لېدو یې ټول وازه خوله پاته سي – او کېدلی سي چي رجني به یې هم چیری وویني …. او دیوې اوږدې مودې وروسته ددې انځور په ژبه ګوپال دخپلي ګونګۍ میني پېغام تر رجني وبه رسوي ….
وو! نو نن هغه د رجني انځور رسمول غوښتو، کینوس پرڅلورکونجیزه تخته اویزان و ، د ده د برش وهلو منتظر وو، لاکن د رجني دلبانو دسرخي لپاره یې ګلابي رنګ ته اړتیا درلوده او د ګوپال سره ګلابي رنګ تمام سوی وو،او دبازار یې د رانیولو لپاره په جیب کي پیسې هم نه درلودلې ، دومره سور رنګ یې هم نه درلود چي د رجني پرتندي ټیکه ورباندي ووي ، وروسته یې دا پریکړه وکړه چي د رجني نه دکرشنا انځور به رسموم په ښکلي زړه وړونکي بدن کي به یې دماشوموالي معصومیت او پوستوالی جوتوم او پرڅېره به یې هم هغه تل پاتي دماشومتوب شوخي او شرارتونه څرګند وي لاکن نن خو له ده سره شین رنګ هم نه و پاتي ، نو ځه په ګلانو پوښلې دشنو کروندو جوړه غرنۍ ناوه ، لیري لمر پرلویدو دی او ښکلي غرنۍ انجوني چي دچینې د اوبو ډک منګي یې پرسرو را اخیستي دي … لاکن نن خو له ده سره زرغون رنګ هم نسته :
سور رنګ نه و، ګلابي نه و، ژړ نه و، شین نه و، زرغون نه و، فیروزي نه و ، بس یو رنګ پاته وو هغه هم تور رنګ …. دا رنګ تر اوسه ده په خپلو انځورونو کي کارولی نه و، لاکن له توره رنګه کوم زړه وړونکی مینه ناک انځور کله جوړیدلی سي ، تور رنګ خو غمجن رنګ دی، دغریبۍ او بدرنګۍ رنګ دی ، دملایکو نه دبلاګانو رنګ دی ، له توره رنګه دا اجنبي انځور نسي جوړیدلی …. وو! دکرشنا انځورهم ورځني جوړیدلی نسي ،نه دکومي زړه وړونکي راجکمارۍ ،نه دمغل شهزادګۍ … نه په ګلو پوښلي کومي غرنۍ ناوې ، نه د ډوبیدونکي لمر درنګونو انځور ورځني رغیدلی سي … له دې بدمخي منهوسه رنګه خو بس د دې تاریکي چټلي بدبویه کوڅې انځور جوړیدلی سي … د دې کوڅې انځور؟
نه ،نه دا څنګه کېدلی سي ، د دې ډارونکي منظر د انځور لیدلو خوښي به څوک څرګنده کړي ؟ لاکن …..
ګوپال ترکړکۍ دباندي کښته په کوڅه کي وکتل کاږه واږه دیوالونه له دودکښانو پورته کېدونکي دودان ،په ماشومانو او پردکان ناست خلکوکي یې یوه عجیبه نابلده هنرمندانه نقشه درسترګوسوه ، کاږه واږه دیوالونه په داسي ترتیب ودان سوي و لکه ځنګېدونکي شرابیان چي دیوه او بله تکیاغواړي ،د دیوالو سوري پرمځکه نڅیدونکي ښکاریدل ، رڼا او سوري ، سوري او رڼا، د ډوبېدونکي لمر خامو رڼاوو د دیوال یوه خوا رڼا بل یې سایه ګرځولی وو ، په رڼا دیوالونو کي توري ،توري کړکۍ دا ډول ایسېدلې لکه ړندې بې نوره سترګي :
لوبیدونکي ماشومان بې روح جسدونه ښکاریدل او د دوﺉ غځیدلي سوري دا ډول ایسدل لکه چي د ډارونکي مستقبل سوري یې هم دا به وي :
په مرګي حاله پیشو پسي په تاخت پوم پوڼولي سپي ، وسړي ته لرغوني زمانې وریادولې
چي دځنګله قانون به پکي پلي کېدو او هرطاقتور ځناور به ترځان ناوسه دخپل خوراک ګوله ګرځول دځان حق به بللو :
و دیوال ته ناست مزدورانو تر لنګ راوتلي پښې دا ډول ایسېدلې لکه دوې توري تمبې چي ولاړي وي او د دې ټول تعمیر بار یې تکیاکړی دی او سربیره پر دې دفابریکې دودکښ دیوه ډارونکي توغ په څېر د اسمان لور ته اشاره کوله ، او تر دودکښ وتونکی دود څه دا ډول په اسمان کي خوریدو لکه چي کوم تور شیطاني بیرغ په بادکی رپیږي ګوپال چي د دې کوڅې دهریوه څیز یې کرکه درلوده نن یې و زړه ته دا تیره سوه چي په دې منظر کي یو انځور حتماً پروت ښکاري ، یو ډارونکی او بدرنګی انځور، ده ته داسي جوته سوه شاید چي ددې تیاره او بدرنګه منظر رسمولو لره قسمت له ده زړه وړونکي رنګونه سور، ژړ ،شین او زرغون واړه چور کړ ي وو:
ترڅه ساعت فکر کولو وروسته یې دځان سره وویل چي داسي ده نو هم داسي دي وي زه له دوو کلونو دمقدسو هستیو ، شهزادیو او راج کماریو ډول ،ډول انځورونه رسموم او دنیا یې دلېدلو او ارزابولو انکار وکړي او زه دخپل زړه په عبادت ځای کي د رجني پرستش کوم لاکن هغې ته زه په هیره هم کله نه یم ورپیاد سوی :
مایې په پښو کي دقوس او قزح ټول رنګونه وغوړول لاکن هغه کله هم زما هنر ستایلای نه دﺉ ، ما دخپل هنرلپاره مزدوري کړې، وږی ګرځېدلی یم، خپله وینه ، خپل خوب، او استراحت مي تر قربان کړي دي لاکن هیچا مي هنرته سترګي را وانه ړولې اوس به له دې دنیا او محیطه د دې ډارونکي انځور په رسمولو غچ اخلم چي خلک یې وویني څنګه ، چیري او په څه ډول محیط کي یوغریب او نومورکی هنرمن ژوند تیروي :
هم دا ګړی یې دبریښنا په څېر په ذهن کي دانځور نوم هم ور وګرځېدو (چیري چي موږ اوسیږو) دخپلو رنګونو بکس یې راواخستی بیرته کړکۍ ته راغی ودریدی دسرو،شنو ، ژړو او زرغونو رنګونو تش بکس یې ترکړکۍ دباندي غوځارکړو او د توررنګ ټیوب یې دا ډول راپورته کړو لکه چي هم دایې مهمه وسله وي ، دوې ورځي دوې شپې پرلپسې یې پر دې انځور کار روان وساتلو ، خوراک څښاک ،لمبیدل ،حجامت جوړول ، کالي اغوستل ټوله ورځني پاته وو، بس دا یوه خبره یې پراعصابو غوړیدلې وه چي د دې توري چټلي کوڅې په انځور کي واړه چاپیریال رسم کړي چي دې تورو تیارو او چټلۍ ته وده وربخښي ، عن تر دا چي تش پرکینوس دکوڅې خط وخال نه ښکارېدل بلکې اوس دکوڅې روح پکي څرګندیده …. نن په لومړي ځل ګوپال د روح د دې احساس سره مخامخ سوی وو :
د انځور رسمولو وروسته یې خپلي کوڅې ته په یوه نوي نظر سره وکتل دیوهنرمن په سترګویې ورته وکتل نور یې نظر دکوڅې چټلتیا او تیارې څیرلې ترهغه بشریته یې ځان ورسولو چي په دې چټلتیا او تیارو کي ورځني وډر پاته سوی وو:
ګوپال اوس ورپام سو چي کوڅه دخښتو او لرګیو جوړه نه ده ،دا خو ددې خلکو دژوندون له ناخوالو او ستړیاوو،جوړه ده داچي پکي استوګن دي ،ګوپال په لومړي ځل وپویدو چي د دې کوڅې استوګن په خپله خوښه چټل نه اوسي ، په چټل پاته کېدلو اړ سوي دي :
اوس یې د دکان مخ ته ولاړ د اوبو نل ته ورفکر سو چي تش دوه ،درې ساعته بهیږي هغه هم سهار په پټ لمر چي دشاوخوا له کورونو ښځي خپل ،خپل دیګونه د اوبو ډکېدو لپاره را واخلي او د اوبو پریوه، یوه قیمت بها څاڅکي څه ناورین او شغل جوړ سي ، وروسته په نل کي اوبه تمامي سي ،زیات شمېرمیرمني تش دیګونه په ترڅ ښاروالۍ ته په ښکنځلو ناهیلي بیرته ستنې سوې نو ګوپال په خپل انځورکي دسهاردا منظره رسم کړې ده او دا یې پکي روښانه کړې ده چي دښځو یو اوږد قطار تش دیګونه په ترڅ کي د اوبو په انتظار ولاړي دي ، یو دیګ تر نل لاندي پروت ښکاري او دنله څک ،څک اوبه راڅڅیږي ….. اوس ګوپال ته ورپیاد سو ددې کوڅې اوسېدونکي خیرن پیرن دي لاکن بد نه د ي هغوی پخپلو کي سره جنګیږي ،یو اوبل ته ښکنځلي کوي لاکن په زړونو کي کیني ،کرکي او منافقیتونه نه ساتي :
هغوی د خوارۍ او مزدورۍ ستومان او غمجن حتماً و لاکن له څېرو یې مسکاوي کډه سوي نه وې ، هغوی اوس هم خندلی سو هم یې خندل ….. او ګوپال هڅه کړې وه چي دا ټول څه په خپل انځور کي سره راغونډ کړي لاکن څه مهال چي انځور بشپړه سو ګوپال ورځني مطمین نه و، هغه ته داسي وایسېده چي د یوڅه کمی پکي لیدل کیږي ، دکوڅې دهغه روح کمی و پکي چي دکوڅې د اوسیدونکو په خندا ، ټوکو ،چیغو ،نارو او دماشومانو په لوبو کي لیدل کیدو ، دهغه هیلي کمی و چي د دې کوڅې د اوسېدونکو په زړونو کي تراوسه ژوندی پاتي وو …. لاکن دا روح ، داهیلي ،دا ولولې او ددې کوڅې سباوون څه ډول په دې انځور کي څرګندکړم ؟
کرۍ شپه ګوپال په کړکۍ کي ناست اندیښنو په مخه کړی و ، په هیڅ یې سد نه رسېدو ….. حتیْ چي سهارسو دکوڅې اوسېدونکو سترګي موږلې رابیدارسو ،میرمني یوار بیا نل ته په اوږده قطارکې ولاړي وې :
دکاندار د دکان په پاکولو اخته او د فابریکې کارکوونکي خپلو کارونو ته روان و، دځینو دودکښو دودان دفابریکې دنورو دودکښو په دودانو ور ګډیدل ،ګوپال دا ټول څه په خپل انځور کي روښان کړي و، لاکن ناڅاپه چي یې سترګي تربامو پورته وموښتې دفعتاً ورپیادسو چي په انځور کې دکوم څه کمی و؟
پرټول اسمان ګلابي شفق غوړیدلی و، لکه چازړه وړونکي چي …. لکه رجني چي … د راویښېدو پس پرخپله څېره سپیده اوسرخي اچولې وي او د دې ګلابي اسمان په شالید کي دکوڅې کثافت او تاریکي وه ، توره شپه چي نوره په ټولیدو وه دسهار په رڼا کي په ویلېدو وه …. د ده د انځور اسمان هم درڼا دیوې نوي ورځي او دهیلو له سرخۍ برخمن په کار دی ، دا احساس یې دبرق د رفتار په ډول په دماغ کي روښان سو ،لاکن دا سرخي به راوړم له کومه ؟ د ده سره سور رنګ هیڅ نه و ، نه یې دبازاره د رانیولو پیسې درلودې نه یې دچا پور غوښتی سو ، لاکن د انځور په اسمان کي خو سرخي حتماً په کار ده…
اوس ګوپال ته وریاد سو چي هم نن ورځ انځور نمایش ته استول هم اړین کار دی ، او که چیري سرخي ونه موندي نوبه یې انځور نامکمل پاته سي ، نامکمل څه دروغجن به وي لاکن سرخي به دکومه کوي ؟
پراسمان سرخي غوړېدلې وه لاکن د ګوپال لاسونه ور رسېدی نسوه چي د اسمان له څېرې خپل انځور ته سرخي راوړي ، نوڅه انځور به نیمګړی پاته سي ؟
نا،نا…. ګوپال ته داسي څرګنده سوه که یې انځور نیمګړی پاته سو نویې ژوند، زیار او هنر ټول به په سیند لاهو سي …. د درو شپو تر ناخوبۍ وروسته یې نور سر پرله څرخېدو ، لاس او پښې یې دتبي لکبله ایشېدل …. ټول بدن یې دسکروټي په څېر بلېدو …. خپل وطاق ، ټول انځورونه ،مهاتمابت، بهګوان ،کرشنا ،ساوتري ،شکنتلا،مغل شهزادۍ ، راجپوت راج کماري ، د ریدي ګلان ،شنې ناوې …. هریوشی په څرخ اخته ورته ښکاریدو …. بس یوشی پرخپل ځای قایم پاته وو هغه د ده نوی انځور چي د بشپړتیا او شاهکارۍ لپاره یې څو څاڅکو سرخي ته اړتیا درلوده …. هیڅ پوه نسو چي څنګه او څه مهال ګوپال یوې ماتي هنداري ته مخامخ ودریدی ، په دې هنداره کي به ده ږیره خروله، په هنداره کې چي خپله څېره درسترګو سوه نو وډاریدی ، ږیره یې ببره سوې ، بیښتان یې اړوپیچ خیرن سوي و، دکمیس پرکالریې د رنګ تور،تور داغونه ښکاریدل ، په سترګو کې سوروالی ځنګېدو ، بڼه یې ژړه اوښتې او اننګي یې دتبي د توښه سوروالی راوړی و، په تبه کي دسوځیدلي ،خوړکیدلي رواني ویني سوروالی :
دهنر په ننداره کي تر ټولو زیاته ګڼه ګوڼه (چیري چي زه اوسیږم) د انځور په وړاندي وه او لومړۍ جایزه هم دې انځور ته ورکول سوه :
هنرپېژندونکي ، هنرڅېړونکي ، هنررانیونکي ، هنرپلورونکي ، دهنر استازیتوب کوونکي ، دهنرسره مینه لرونکي ، دهنرپه اړه اوږده ،اوږده بحثونه کوونکي ، ټولوهلته شتون درلود او ټولو په یوه خوله دګوپال ستایني کولې :
(دا درښتوني هنرڅرک دی )
(دژوند رښتونې بڼه )
(څومره ژوند دی په دې انځورکي رښتیا هم خبري کوي )
(ګوپال انځور نه دی رغولی ژوند ته یې آینه ښودلې ده )
(لاکن دوه سوه روپۍ بیخي ورباندي ډېري نه دي )
(دهنرهیڅ قیمت نه وي )
( له دغه انځوره د روماني هنر دوره پایڅوړ مومي او نوې هنري دوره پېلیږي )
(دهنرمن نظرڅومره ژور دی ، ترمعمولي هم معمولي شي ته رسېدلی دی )
( داسي ښکاري چي هنرمن په میاشتو،میاشتو دې کوڅې ته تللی او راغلی دی اوهلته دمیشتو ناچارو د ژوندیې ژوره مطالعه کړې ده)
(دا ټوله کوڅه یې په تور رنګ انځور کړې ده ، د دا خیال داد هم ورکول په کاردي ، څومره ځورونکی دی دا رنګ ، څومره درد، څومره ویر ،څومره ژوره چوپتیا لري ، لکه چي دیوې کوڅې انځور نه وي ، دنړۍ د واړه بې وسانو د ژوند انځور وي )
(وو،لاکن پراسمان چي کومه دشفق سرخي ده…. اصل کمال خویې هم دا دی چي د انځور مطلب تغیروي ، پرځای دناهیلۍ او ویر په دا انځور کي دخلکو د روښان سباوون څرک لیدل کیږي )
( د دا سره رنګ کارونه رښتیاهم ډېره زړه وړونکې پکي ښکاري )
( او دا کوم معمولي رنګ نه دی …. دا دوینو په څېر سور دی چي نرۍ ،نرۍ سیاهي پکي په منډو ښکاري ….)
(هنرمن په آګانه توګه دا رنګ کارولی دی …. ګویا د نوي سباوون سرخي دخلکو له وینو رازیږي )
(دخلکو دوینو او که دهنرمن له وینو ؟)
ټول په یوه خوله پر دې خبره په خنداسو، په منځ کي کوم یو چا وویل :
هنرمن ګوپال مي هم لیدلی دی ؟
د ټولو سترګي ور واښتې ، کوم یو؟ چیري دی ؟
هغه نه دی ،ډنګر اوچ کلک ځوان چي پردیوال یې لاسونه نیولي دي اود لیري خپل جوړ سوي انځور ته ځیر دی !
نه ، هیڅ هغه نسي کیدلی ، دومره لوی هنرمن اوداسي څیري ، پیري خیرن کالي درغاړه ؟
لاکن زه درته وایم چي هم دغه ګوپال دی !
رنځور ښکاري خوار، مخ ته یې وګوره بیخي ژړ اوښتی دی او په بدن کي یې یوڅاڅکی سره وینه هم پاته نه ده .