تاند- د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو له پیلېدو سره په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې پر ډېرېدو اندېښمنه ده.
وسله والو طالبانو تېره اوونۍ د عزم په نوم پسرلني عملیات له دې سره سره اعلان کړل چې د افغانستان حکومت د سولې د خبرو لپاره هلې ځلې زیاتې کړې او د پاکستان د ملاتړ ژمنه یې هم ترلاسه کړه.
په کندوز کې د طالبانو وروستیو حملو د تاوتریخوالي د زیاتېدو نښې لا څرګندې کړې.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې عملیاتي رييس دومینیک ستیلهارت د پنجشنبې په ورځ وویل، دې کمېټې د سږ کال په لومړیو درو میاشتو کې له ۳۴۵ تنو سره مرسته کړې چې روغتیايي مرکزونو ته یې ورسوي او دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۱۹ زیاتوالی ښيي.
ده د روان اپریل په اتلسمه په جلال اباد ښار کې انتحاري حملې ته اشاره وکړه، چې ۳۵ تنه پکې ووژل شول او ۱۵۰ نور ژوبل شول.
دی وايي سره له دې چې د ملکیانو تلفات او مرستو ته اړتیا مخ پر زیاتېدو ده مرستندویان خپلې مرستې کموي.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ريیس وویل چې دې کمېټې د سږکال لپاره د اړتیا وړ پیسو یوازې په سلو کې ۲۵ ترلاسه کړي دي.