تاند- د سره صلیب نړیواله کمېټه غواړي چې په افغانستان کې خپل مرستندوی عملیات پراخ کړي څو د جنګ ځپلیو خلکو اړتیا ته په وخت ځواب ووايي.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې رييس نن /جمعه/ په کابل کې د افغانستان ستونزو ته په اشارې وویل:«د کورنیو بې ځایه شمېر لا زیات شوی، په جګړه کې لا ډېر خلک ټپیان شوي او لا ډېر کسان معلوله شوي دي، د بشري وضعیت په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي، خو د نړیوالو توجه په کمېدو ده.»
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې رييس پیټر ماوریر د افغانستان د پنځه ورځني سفر په وروستۍ ورځ په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته همداراز وویل چې د سره صلیب نړیواله کمېټه به د افغانستان لپاره خپله بودجه په سلو کې ۱۰ زیاته کړي.
«موږ په ۲۰۱۶ م کال کې د افغانستان لپاره خپله بودجه د دغه هیواد د ستونزو اندازې ته په کتو ډېره کړې ده. موږ به د امکاناتو له څېړلو وروسته د ټپیانو د انتقال په شمول خپل فعالیتونه نور پراخ کړو.»
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني روانه اوونۍ د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له رييس سره په کتنه کې غوښتنه وکړه چې دا کمېټه دې د جګړې له میدانه د ټپیانو په لېږدولو کې مرسته وکړي.
ولسمشر غني له پیټر ماوریر سره په کتنه کې وویل، د جنګ له صحنې څخه د ټپیانو د انتقال لپاره د بیړنیو هوایي خدماتو او امکاناتو نشتوالی د افغانستان یوه لویه ستونزه ده. په دې برخه کې د بشردوستانه همکاري په خاطر دې سور صلیب هغه هوایي امکانات وکاروي چې د دې کمېټې نښان ولري. د افغانستان حکومت د بشردوستانه فعالیتونو د ترسره کولو لپاره لازمه فضا دې سازمان ته ورکوې او د د دې کار ملاتړ کوي.
د سره صلیب نړیواله کمېټه له هرراز توپیره پرته د جګړې له ټولو خواوو سره یو شان مرسته کوي.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې رييس وايي چې کمېټې یې په افغانستان کې له ۲۵ زره بندیانو سره مرکې کړي او له دغو مرکو داسي ښکاري چې په وروستیو څو کلونو کې د بندیانو وضعیت ښه شوی دی.