تاند- د خوست ولایت چارواکي وايي چې سور صلیب به په دغه ولایت کې د ۳۰ تنو طالبانو مړي، چې درې ورځې وړاندې په دغه ولایت کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي ول، پاکستان ته ولېږدوي.

د طالبانو د مشرانو او د عادي طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي او مړي یې هم د ښخولو لپاره عموماً له ډیورنډه پوري غاړه وړل کېږي.

د یکشنبې په ورځ سلګونو افغان او بهرنیو طالبانو د خوست ولایت د موسي خېلو ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل خو د دوی بریدونه د افغان امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول چې په نتیجه کې یې ګڼ شمېر سختدریځي مړه یا ټپیان شول.

د خوست د ولایتي چارواکو په وینا، د افغانستان د دولت مخالفانو غوښتل چې د امنیتي پوستو له لاندې کولو وروسته به موسي خېل ولسوالي ونیسي.

په خوست کې امنیتي چارواکي وايي چې د هیواد وسله والو مخالفانو ته یې «غاښ ماتونکی» ګوزار ورکړی چې په نتیجه کې یې د ۳۰ تنو مړي په افغانستان کې پاتې شوي او نور پاکستان ته په تېښته بریالي شوي دي.

خو په کابل کې د سره صليب دادارې وياندې زرلښت سرمست دغه خبر رد کړ. هغه وايي په دې مسئله کې د دوى له ادارې سره چا تماس نه دى نيولى.

سور صلیب، چې د جګړې د قربانیانو جسدونه د هغوی خپلوانو ته سپاري، وايي چې دا ۳۰ مړي به په پاکستان کې خپلو کورنیو ته وسپاري.

One thought on “په خوست کې د ۳۰ وژل شویو طالبانو مړي په پاکستان کې خپلو کورنیو ته سپارل کېږي”
  1. دا مري ولي پشتونخوا ته ورل كيژي؟ پاكستان خو تل ادعا كوي چي د دوي له سرحده هيس سوك پر افغانستان يرغل نه كوي؟.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *