هر انسان چې فاني نړۍ ته سترګې وغوړوي، د لومړنۍ دورې نه وروسته، په ژوند کې ښه او بد کارونه سرته رسوي. نو ښه يې باید وستایل شي او بد یې باید په سمو لارښونو له منځه یوړل شي. تر کومه چې زه ګورم زموږ په ټولنه کې د بدو کړنو په وړاندې زشت برخورد ډېر تر سترګو کیږي چې دا کار د تجربو په اساس ثابته شوی چې زشت برخورد اصلاح نه راوستو تر څنګ کرکه او ناوړه پایلې هم منځ ته راوړي نو لازمه ګڼم چې د بدۍ له منځه وړلو لپاره لازمې لارښوونې او ناوړه پایلې یې وویل شي او له دې سره سره د بل دې ښو کړنو ستایلو تر څنګ باید بل ته هم وویل شي تر څو هغه هم تشویق شي.

 نو زه هم  د محمد رفیع صیاد د سور مازیګر د لنډو کیسو له ټولګې نه د درد تر عنوان لاندې کیسه باندې تر خپلې وسې څه لیکم او تشویقوم یې، قلم یې ښه دی باید کار ورته ووایي خو یو څه غلطي لري د خپلې وسې په کچه لارښونې ورته کوم. هغه دې چا خبره څوک چې کار کوي نقد به پرې وشي خو زه نقد د اصلاح په موخه  کوم. نور له اضافه خبرو تېرېږم راځم کیسې ته.

د راز محمد ماما د کور لار په همدې هدیره سوره وه دا دې کمپ تر  ټولو لویه هدیره وه کله چې ښځو دی  له ورایه ولید نو په خپلو کې یې سره وویل، چې ځانونو پرې پو نه کړۍ چې ومو نه پېژني او کور ته سیخ ولاړ شي هلته که خبر هم شي نو پروا نه کوي.

کیسه د سعید خان په مړینه څرخي د دوی کور په پېښور کې دی پلار یې په افغانستان کې کاروبار کاوي چې خبریږي نو پېښور ته ځي ښځې او ماشومان په هدیره کې را غونډ دي. دی راځي او د خپل زوی پر قبر  ژاړي د ژمي ښپې ورځي دي ور لېږلی شوي  خبر سره سم په درېیمه ورځ پېښور ته رسيږي د سعید خان د شهادت درېیمه ورځ وه او ډېرې ښځې یې په مزار را غونډې شوې وې. پیل یې په تصویر شوی خو کمزوری  دی ځکه ټوله کیسه په دوه کرښو کې خلاصه کیږي لوستونکی  که د کیسې پیل ته لږ ور دېننه شي نو پوهيږي  چې سعید خان شهيد شوی خپل خپلوان یې پر قبر راټول  دي او پلار  یې هم له سفره راغلی  بس خلاص.

د کیسې پیل که کمزوری وي څوک یې لوستو ته زړه نه ښه کوي له پیله په ټوله کیسه پوهېږي چې دې کیسې موضوع څه ده. خو که یې پیل قوي وي نو لوستونکی  مجبور دی  چې ټوله کیسه ولولي څو اصلي موضوع ورته معلومه شي.

 معمولا کیسه له پایه پیلیږي يعنې کومه پېښه چې شوې هغه له داسې ځایه پیل کړئ چې اصلي موخه تر پایه په کې ورکه وي دلته نو لوستونکی د کیسې لوستلو ته ډډه وهي که چای ته لاس رسی  ولري نو يو غړپ دوه غړپه چای هم پسې څښي وروسته په پوره لېوالتیا سترګې پسې ګرځوي.

ددې کیسې پیل که داسې شوی وای نو ښه به وه.

د خاورو وړو وړو غونډيو چارپېره ښځې او ماشومان وچې شونډې سپرې څېرې ناست وه، پنډې جامې یې اغوستې وې له خولې یې سبین تاوونه پورته کېدل د یو نیم په مخونو د وچو اوښکو لارې له ورایه ښکارېدې  له لرې يو سړي په کړنديو ګامونو راروان وه په هنري لیکنو کې يوه خبره ډېره مهمه ده چې لیکوال دې وښيي چې ژمی دی، نه دې وایي چې ژمی دی.هغه دې چا خبر چې وایي  مه وایه چې سپی غاپي بلکې وې یې غپوه. رازمحمد ماما چې هېڅ له کومې پېښې څخه خبر نه وه له لرې په هدیره کې د ماشومانو په لیدو سره حیران غوندې شو. د چا چې زوی مړ شي د هغه نه خلک ولې خبر پټوي. د هغه پلار، ورور، کاکا او يا د بل نژدې خپلوان له خوا خبریږي. رازمحمد سیده هدیرې ته ځي خو په هېڅ نه دی  خبر چې څه شوي څوک چې له سفره راځي اول  خپل کور ته ځي هلته له هر څه خبریږي که په کور کې هېڅوک نه وي  او دروازه بنده وي نو دې ګاونډیانو له خوا خبریږي چې کورنۍ  یې چېرته تللې، دې څه لپاره تللې؟ د سعید خان مور قبر ته ناسته وه او خپل تندی یې قبر ته تکیه کړی وه، د سترګو اوښکې یې وچې شوې وې او دسعید لپاره یې دعا کوله رازمحمد ماما قبر ته دې رارسېدو سره سم وويل ما خو ورته ویل چې رېکشه مه چلوه زده دې نه ده ځوانیمرګ به شې خو زما چا نه منله کله چې یو پلار دې زوی په مړي راشي ښځه لور خور او نور نژدې خپلوان یې  حتما غاړه ورکوي او زورورې چغې وهي، بل دا چې  که دې پلار له ځوی که څه  ورانه هم وي جنازې ته یې چې راشي پېغورونه نه ورکوي بلکې که په چيغو ونه ژاړي په ټيټ اواز خو به ژاړي دلته مور دې خپل زوی قبر ته ناسته ژاړي پلار یې چې راځي سم دې واره وایي ما خو ورته ویل چې رېکشه مه چلوه خو زما چا نه منله دا حالت فکر نه کوم چې لوستونکو ته قانع کوونکی وي دې رازمحمد ماما د کور لار په همدې هدیرې سپره وه دا دې کمپ  تر  ټولو لويه هديره وه کله چې ښځو دی له لرې ولید نو په خپلو کې سره وویل، تلوسه یې هم څه ناڅه کمزورې ښکاري او لوستونکی  تر پایه له ځان سره نه ساتي پورته جملې چې لوستونکی یې لولي نو دا به وایي چې پر هدیره څو ښځې ناستې او لاروی  تېریږي او دوی مخ ترې پټوي او بس. یا دو جملو ته یې که یو څه د هنر مالګه ور زیاته کړې وای کېدای شوی تلوسه یې هم قوي شوې وه مثلا د سپېره قبرونو شاوخوا څو ښځې چې غټ تور تور ټيکري يې پر سر وه غلې ناستې وې ناڅپه یوې وویل هغه دی راغی ټولوغوږونه بوڅ کړل هدیرې هغه سر ته سړي کړندي ګامونه اخیستل دلته تلوسه سړی له ځان سره بیایي چې کیسه نوره هم ولولي چې اوس به څه کیږي ښځو ولې وویل چې هغه دی راغی دا سړی د دوی  څه کیږي ولې دوی  پسې هدیرې ته راغی ایا ښځه خو به یې دده له اجازې پرته هدیرې ته نه وي تللي په لسګونو نورې پوښتنې لوستونکو ته زېږوي چې ددې پوښتنو د ځوابولو لپاره دې کیسې لوستلو ته اړ کیږي تکراري کلیمې هم تر سترګو کیږي د سعید خان مور د سعید خان د قبر سر ته ناسته وه او د سعید خان لپاره یې نېک نيک سوالونه کول د نومونو پر ځای که ضمیر وکارول شي ځکه چې ضمیر د نوم تکرار پر ځای  راځي تکرار متن بېخونده کوي که یاده جمله داسې ولیکل شي د سعید خان مور د هغه قبر ته ناسته وه دده لپاره یې لاسونه لپه کړي وه نو ښه به وه په هر حال دا کیسه کېدای شي حقیقت تېر شوی وي لیکوال هم قلم راخیستی لږ خیال یې ورسره ګډ کړی او ليکلې یې ده پیل منځ او پای  یې پيغام لري دې لنډې کیسې په فورم کې ليکل شوې خو څه ناڅه کمزورتیا په کې تر سترګو کیږي چې پورته مې پرې څه ناڅه خبرې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *