که څه هم یو ځل بیا افغانستان د نړۍ د زبرځواکونو د مخامخ ښکېلتیا شاهد دی، خو د افغانستان په سیاسي دستګاه کې د لوېدیځ نفوذ د دې لامل شو، چې د افغانستان په ګټه د اړتیا وړ ملاتړ راجلب نه شي، بلکې د راتلونکو ننګونو او جدي ګواښونو لامل شي، چې ښه بېلګه یې هم افغانستان ته د پاکستان له لوري اوس مهاله او راتلونکي مستقیم او غیرمستقیم متوجه ګواښونه دي.

له دې حقیقت څخه انکار نشی کېدای، چې په سیمه کې روانې جګړې او سیاسي لوبې ګټونکي او بایلونکي لوري هم لري، چې ګټونکې یې معمولاً هغه لوري دی، چې یا خو د دغو لوبو ابتکار ورسره دی او یا یې هم د تطبیق لپاره په سیمه کې نفوذ درلودلی دی .طالبان چې د پاکستان د مریتوب زنځیر یې په غاړه دی، د خپلو تنظیمې ملګرو په ‎څیر یې، افغانستان د ژورې کندې په لور یووړو، اوسیدونکي یې په ویر او بدمرغۍ کې ډوب کړل.

طالبان په افغانستان کې د سړې جګړې پر مهال د امریکا د غوښتنو پایله ده او که څه هم مخامخ امریکا له طالبانو سره جګړه کوې، خو د پاکستان له لارې یې په افغانستان کې په جګړه کې ستر ملګری دی. امریکا پاکستان ته د تروریزم سره د مبارزې لپاره هر کال ملیونونه ډالره پانګه ورکوي په دې خاطر چې دغه هيواد په سیمه کې د تروریزم په ځپلو کې مرسته وکړي په داسې حال کې چې پاکستان په خپله د تروریزم په پیاوړتیا او ځواکمنتیا کې ژور رول لري.

امریکا پاکستان ته خپلې اړتیاوې وینی، په لنډمهال کې د افغانستان د جګړې لپاره اکمالات، د ځمکې او هوا له لارې مخامخ پوځي همکاري او په اوږده مهال کې د سیمې لپاره د امریکا د پلانونو لپاره د پاکستان ملاتړ درلودل او یا هم د پاکستان د وړتیاوو کارول دي.

۱۴ کاله کیږي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې حضور لري او دلته یې د شتون هدف د تروریزم لمنځه وړل دي او له هماغه اوله تر ننه دلته له تروریزم سره د مبارزي ټینګار دوام لري په داسې حال کې چې به دې پوه شوې چې د توروریستانو اصلي ځالې چیرته دي.

امریکا او متحدینو ته یې روښانه ده چې تروریزم له کوم ځایه سرچينه اخلي، څوګ او چېرته یې روزي او څوګ یې ملاتړ کوي، خو امریکا چې پاکستان د خپلو اهدافو لپاره کاروي دغه پوښتنه نه تري کوي او نه يې هم په دې اړه ورسره څه ویلي دي.

افغانستان چې اوس د تروریزه قرباني دي په دې هېواد کې له روانې جګړې ښکاري چې سور مخي غربیان، سپین مخي افغانان په تور مخو پنجابیانو وژني.

پاکستان په افغانستان کې داسې جګړه پیل کړې چې اوس یې په خپله پاکستان له دوام پرته د لمنځه وړلو هیڅ لار نه لري. دغه هيواد اوس په خپله د خپلو روزل شویو توریریستانو له ګواښونه سره مخ ده خو هغه تروریستان چې د پاکستان د نابودۍ هڅه کوي څوګ یې لاسنیوی نه کوي. افغانستان چې د پاکستان له لورې په جګړه ییزه برخه کې زیانمن دی او ټول تروریستي بریدونه چې په دې هيواد کې ترسره شوي په هغې کې د پاکستان لاس شته، خو افغان حکومت په متقابل عمل لاس نه پورې کوي.

افغانان د خپل غورو او تاریخي پیر له امله هیڅکله د بې ګناه انسانانو د وژل کېدو تابیا نه لري، خو پاکستان بیا دغه اصل ته پام نه کوي او یوازې هڅه کوی چې خپل غربي باداران په انسان وژنه خوشحاله کړي.

د امريکا خلک د افغانستان د خلکو په شان ښه خلک دي، هغوی مهربانه دي بې رحمه نه دي.

ددې په واسطه غواړم خپل ږغ د امريکا عادي خلکو ته ورسوم، چي ستاسو د مشرانو د غلطو تګلارو او غوښتنو لپاره زموږ مېندې، ماشومان او لویان په خپل کور کې په ډېره بې رحمي وژل کيږي.

د امریکا خلک دې په خپلو مشرانو فشار راوړي چې دلته د تروریزم پرواندې پیل کړې جګړه بنده کړي او هلته دې جګړه وکړي چې له کوم ځای څخه د امریکا ګټې له خطر سره مخ دي او دا امریکا ته هم روښانه ده چې د تروریزم اصلي ځالې چیرې دي.

د افغان وژنې د ودریدو په هیله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *