ولي الله ملکزی

زموږ په دفتر کې زه او دری تنه نور افغانان په دوو جلا جلا شعبو کې کارکوو چې د غرمنۍ په میز سره را ټولیږو. خو یو تن مو د افغان له نوم سره زښت زیات حساسیت لري،‌ کله ځان خراسانی او کله هم افغانستانی بولي. سره له دې چې دا ښاغلی ډیر خوږ ژبی او د بدیع او بیان په مجاز او حقیقت ښه اګاه سړی دی، خو بس د افغان له کلمې سره همدومره ستونزه لري لکه اوښ چې په ځوځانو شخوند وهي.

د شعر او تصوف مینه وال که د هرې ژبې او مذهب سره تړاو لري،‌ ولی د مولانا رومي له مثنوي سره به حتما اشنا او د هغه له ژورې ادبي سلیقې او فلسفې نه به یو څه برخه ترلاسه کوي. خو کله ناکله زمونږ د دی دوست له خولې  داسی اوتې بوتې راووځي چې ته به وایی د مولانا مثنوي، د صحیح بخاري په رجه ولاړه او همدا د شریعت اصلي سرچینه او د اسلام یوازینۍ مناره ده. نو ځکه خو ډیری مذهبي او اکاډومیک شخصیتونه په دې اند دي چې دیني ارزښتونه باید د ژبې او عصبیت په تله کې ونه تلل شی چې د فکري توندلارۍ نښه او د ذهني انحراف پیلامه ده، مولانا رومي پخپله څه ښه وایي:

ستیز آوری کار اهریمن است – ستیزه به پرخاش آبستن است

خو دویم ملګری مو بیا په لاشعوري توګه، بلا ناغه هره ورځ د هغه په وړاندی دریځ نیسي او د غزل د بابا،‌ امیر حمزه شینواري هغه شعر زمزمه کوي چې د اغیارو له ننګه یی لا ډیر پخوا ویلو ته اړشوی وو:‌

وايي اغیار چې د دوزخ ژبه ده – زه به جنت ته د پښتو سره ځم

دریم اشنا مو دوه ځانګړتیاوې لري. یوه یی دا ده چې د شهید ولسمشر، داود خان په څیر هره اونۍ دوه ځلې له ږیرې سره یوځای د سر ویښتان هم کل کوي او بله دا چې همیشه یې د ترخې کافي پیاله په لاس کې نیولی وي. هغه د مارکس د فلسفې برخلاف چې اقتصاد د ټولنې زیربنا بولي، په دې باور دی چې د تاریخ  کږلیچونه او تاریخي شخصیتونه د ولسونو او امتونو د زوال او عروج بنسټونه دي. او له همدی امله په هره وړه او زړه خبره کې د ابن خلدون،‌ مارک ټوین او میرغلام محمد غبار یادونه کوي.

خو نن یی موډ پیکه، لاس خالي او د تالار په آخر کونج کې ایکي یوازې ناست وو. خوا ته یې ورغلم او د خپلې مرحومې انا یو نکل یی راته وکړ. ویل یې چې زمونږ په کلي کې یو غټ پایلوچ او بد عمله سړی اوسیده چې د آنارو له باغ پرته،  ټوله پلار ګټلی مځکه یی په چرسو او بنګو لولپه کړې وه. د ژمي یخې شپې وې، د جومات د نغري په خوا کې د بنډار ناستو خلکو ورته وویل چې نور نو خدای ته وګوره او توبه وباسه،‌ زه حج ته ولاړ شه ګوندي خالق دې ګرده ګوناوې در وبخښي.

ده  د سر په خوځولو مثبت ځواب ورکړ او بله ورځ یی پاتې یوه ټوټه مځکه هم خرڅه او له کاروان سره د کویټې له لارې کراچۍ ته روان شو. مسافرو احرامونه وتړل او په انګوټ (بیړۍ) کې مکې ته ولاړل خو دی هملته له نورو لوفرانو سره پاتې شو. دوې میاشتې وروسته چې ټول حاجیان کراچۍ ته راستانه شول نو دی هم ورسره مل او بیرته خپل کلی ته راغی. نو د ده کور ته هم ډله ډله خلک مبارکۍ ته راتلل. کله به چې به ورڅخه پوښتنه وشوه چې حاجي صاب د حج کیسه خو پاتې شوه، نو ده به لومړی په خپلې مۍ وریجې ږیره باندی لاس کش کړ او بیا به یی په تت آواز وویل: مه یې رایادوئ چې ژړا راځي.

نو مخکې له دې چې د خپلې انا بله کیسه پیل کړي، ما خبره ورپرې کړه او ورته مې وویل چې اشنا سر مې پرې خلاص نشو،‌ د مطلب خبره دې راته وکه چې نن ولې داسې بې دمه او د زړه په نغاره دې دوړې پرتې دی؟ لومړی یې ها خوا دېخوا په ځیر ځیر وکتل او بیا یې راته وویل چې دا څوکۍ دی لږ را جوخته کړه. زه ورنژدې شوم او خپل بیان یې داسې راته پیل کړ:

پنځه دیرش کاله وړاندی، زه د هجرت او شوروي اتحاد د تاړاک په مهال تاند زلمی او بې میو، دما دم مست قلندر وم. د ځوانانو لپاره په یوې ځانګړې حویلۍ کې اوسیدلم چې په هر سپین دیوال به سپیڅلي شعارونه لیکل شوي وو انقلاب، انقلاب، اسلامي انقلاب. مبارکې اوږدې ږیرې به وې،‌ د هر چا په سر به دې کاږه پکولونه لیدل او له هرې خوا به دې د ناره تکبیر ملکوتي غږونه اوریدل. د اوه ګوني اتحاد له داسې یوې ډلې څخه مې د غړیتوب کارت اخیستی وو چې د روسي‌ ښکیلاک په ضد جګړه او شهادت یې د جنت یوازینې لاره ګڼله. د ګوند مشر مو په پاسپورټ عقیده نه درلوده او موږ ته به یې د هرې جمعې په مازیګر د حلقې په ترڅ کې دا خبره بیا بیا کوله چې ځوانانو موږ یو امت یو او سرحدونه او پولې د انګریز شوم میراث دی چې باید ړنګې شي.

د غازي امان الله خان مازی نوم اخیستونکي ته همدومره سزا په پام کې وه، څومره چې یو مرتد او زندیق ته ورکول کیږي. غني خان سور کاپیر او اشعار یی د ابلیس وسوسې بلل کیدې. د عدم تشدد سالار، خان عبدالغفار خان د بې دینو او سرکښو خلکو سمبول ګڼل کیده او د ملت، ملي نوامیسو او وطن نومونه د کبیرې ګناه مترادف ګڼل کیدل.

خو برایي شپه مې په فیسبوک کې د دې ډلې د یوغړي منحوسه قواره ولیده چې د افغانستان ملي‌ بیرغ ته یې په داسې حال کې اور ورته کړی و چې د خپلې ټلوالې بیرغ یې لک نیولی او شاوخوا را‌ټولو لنډغرو ورته د تکبیر نارې وهلې. زموږ بیرغ خو یوازې درې رنګونه نه دي بلکې دا د ګردې نړۍ تر ‌ټولو مقدس او مبارک علم دی. دلته خو د لا اله الا الله محمد رسول الله، کلمه کښل شوې ده. دلته خو محراب او منبر نقش شوي دي. دلته خو د محمدي ګونبزې د شین رنګ د تبرک په خاطر، زرغون رنګ انتخاب شوی دی، دلته د شهیدانو د سرو وینو او د پیرنګي او صفوي د تورو دورو یادونه شوې او بله دا چې دلته د استقلال او خپلواکۍ تاریخ لیکل شوی دی.

که په اروپا یا بله کومه خاوره کې څوک زمونږ د مقدساتو سپکاوی وکړي نو موږ احساساتي خلک بیا قیامت جوړ کړو، هم خپلې وینې توی کړو او هم خپلو ملي او حکومتي‌ شتمنیو ته اورونه واچوو. ولې پرون په کابل کې دغه مجاهد نما لنډه غري د پاکې کلمې جنډه ایره ایره کړه، خو هیچا هم ورته ونه ویل چې په مخ دې څو سترګې دي. د دې ډلې مشر خو به ویل چې څوک د دین او کلمه شهادت سپکاوی وکړي او یا د غزا مال د امیر له اجازې پرته په بډه ووهي نو د قیامت په ورځ به یی په معقد کې د خیانت جنډه نیغه ولاړه وي. زه خو نه پوهیږم چې آیا دوئ پخپله داعیه کې ریښتیني نه وو او کنه ایمان یی زړه ته د کوزیدو په مهال  په ستوني کې بند پاتې شوی و؟

زه پوه شوم چې ملګري ته می نن د خپلې ځوانۍ او بیکسۍ تابلو سترګو ته دریدلې او د خپل مشر د بی وفایئ او جفا څپړې ورته مخ سوځولی دی. نو د هغه د تسل په خاطر د غوږ پوڅقۍ ته یی همدومره ورلنډ شوم لکه ملا چې د نوی ماشوم په غوږ کې آذان کوي. په ورو مې ورته وویل چې یاره په نیکۍ پښیماني او له قربانۍ ستوماني د رندانو کار نه دی. ستا سرښندنه رنګ رواړي او په دې ازغنې لارې به خپل خاپونه ترشا پریږدي. بیا مې ورته د ملي او حماسي  شاعر، ارواښاد ملنګ جان دا څو بیتونه هم ډالۍ کړل:

چا غوږ کې راته وویل چې جانان مه یادوه –  د سرو شونډو د پاسه سور پیزوان مه یادوه

رواړئ زولنې چې اول ښکل بیا یی په پښو کړم  – د مینې کار کې ما لره زندان مه یادوه

شمع په ژړا شوه لباسي پتنګان لاړل  –  وردانګه ملنګ جانه خو د ځان مه یادوه

د سرو شونډو د پاسه سور پیزوان مه یادوه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *