Bloodworm
څو ډوله د روښانه سور رنګ لرونکي، په برخو د وېشل شوی بدن لرونکي چونجیان دي، په اوبو کې ژوند کوي او انالیډا فایلم (phylum Annelida) کې ډلبندي شوي.
په دې کې د تازه اوبو د چونجیانو نسل ټوبيفېکس (genus Tubifex) هم شامل ده کوم چې د خټو یا زرڼو د چونجي (sludge worms) په نامه هم یادیږي او د اولیګو کیټا په کلاس (class Oligochaeta) کې شامل دي او د ټوبيفیسیډای کورنۍ (family Tubificidae) غړي دي، د ګرمو سیمو د کبانو د خوړو په توګه کاریږي.
د سمندر پروبوسېز چونجیان (proboscis worm) هم پکې شامل دي، د نسل نوم یې ګلیسرا (Glycera) ده، د پولیکیټا په کلاس (class Polychaeta) کې ډلبندي شوي او د ګلېسرېډای کورنۍ (family Glyceridae) غړي دي. د شمالي امریکا په ختیځو سمندر غاړو کې پیدا کیږي، تر ۳۷ سانتي متره (۱۵ انچه ) پورې اوږدیږي.
همداسې میاشي ته ورته د مچ (midge) ځینې ډولونه چې د نسل نوم یې (Chironomus) ده، د حشرو د کېرونومیدای کورنۍ (family Chironomidae) غړي دي لاروا بچیانو ته یې هم سور رنګه چونجی (Bloodworm) نوم اخلي.