فرهاد داوري

د روانې جګړې حل سوله ښودل سوی دی، د سولې په راتګ کې د جګړې ښکېل اړخونه رول لوبوي، په دې رول کې د دوی اساسي کرښې څه دي، آيا د جګړې ښکېل اړخونه د سولې په آرمان را پورته سوي دي؟

دا مسئله بايد روښانه سي چي سوله د جګړې د اړخونو لپاره هدف ندی، طالب او حکومت د سولي څخه د داسي وسيلې په توګه ګټه اخلي چي د سياسي قدرت تضمين وکړي، سياسي قدرت لاسته راوړي او د پايښت لپاره ددې وسيلې څخه ګټه واخلي، ياني سوله د دوی لپاره وسيله ده، هغه وسيله د چي د سیاسي غوښتنو لپاره يې کاروي، د طالب لپاره خو جګړه او سوله دواړه وسايل دي، د جګړې د مشروعيت تيوري هم د خپلي ګټي د تضمين لپاره وړاندي کېږي، اوس بله پوښتنه داده چي آيا دا جګړه او سوله د ملت لپاره کېږي، که د سياسي ډلو د غوښتنو او ګټو د تضمين لپاره؟

په افغانستان کي د رواني سياسي ډيموکراسۍ د ډېزاين څخه وروسته، جګړه ييز سياست مشروعيت نلري، د دوامداره سياسي مشروعيت لپاره بايد د سولي بستر وغوړول سي، په سوله ييزه فضا کي سياسي ډلي خپلي دوامداره غوښتني په سمه توګه لاسته راوړلای سي او هم د خپلو سیاستونو لپاره نړيوال مشروعیت تر لاسه کولای سي، دا جګړه او سوله د ملت لپاره نده، يوازي د ښکېلو اړخونو لپاره ده، که د ملت لپاره جګړه کېدای، نو د ملت اساسي غوښتني به ځای سوي وای، ملت به نه قرباني کېدای او ملت به د جګړې څخه وروسته سم موقعيت ته رسېدلای وای، که د طالبانو تر ولکې لاندي سيمي وکتل سي چي د جګړې په زور يې د حکومت څخه نيولي دي، تر ټولو بد حالت پر ملت حاکم دی، د دوی تر ولکې لاندي سيمي د هر څه څخه محرومه دي، بد اقتصادي وضعيت، د زده کړي او ښوونيز جريان فلج حالت، د صحت او روغتيا په برخه کي په ټپه خدمات درېدل، خلک په فکري او ذهني لحاظ منفوره کول او نور ناوړه حالات دي چي د ملت اساسات له منځه وړي، يوازي د طالب قومندانانو ګټي خوندي دي، اقتصادي منابع د دوی په لاس کي دي او خلک يې غلامان کړي دي، له بلي خوا هغه سيمي چي د حکومت تر ولکې لاندي دي، د نړيوالو مرستو او فشارونو له امله څه نا څه کار سوی دی، خو بيا هم سيمه ييز چارواکي تر خپله وسه په فساد اخته دي، هڅه کېږي چي په سيمه کي خپلي ګټي خوندي کړل سي، په حقيقت کي د دواړو لورو هدف خپلي شخصي او سياسي ګټي دي، د ملت لپاره هيڅ جګړه او سوله د لورو هدف ندی، بلکي ملت قرباني دی.

د سولي راتګ او سوله ييز ژوند يوازي د ملت لپاره هدف دی، ملت ددې هدف تر لاسه کولو لپاره خپلي چيغي پورته کوي او پر هر سټيج د کمزورۍ او نا وسۍ اوښکي تويوي، خو ښکيل اړخونه دا چيغي نه اوري او نه هم د دوی په خوښه خپلي پاليسۍ تغيروي، بيا هم که د ملت لخوا داسي فشار پر روان حالت حاکم نسي چي د ملت ږغ پکښې منعکس سي، سوله يوازي د ښکېلو اړخونو لپاره په ګټه ده، په ملت کي جګړه نه ختميږي، ملت به د جګړې څخه رنځ وړي، خو ښکېل اړخونه به سياسي قدرت سره وويشي.

د دوامداري سولي لپاره يوازي د ملت د غوښتنو پر محور حرکت کول، د راتلونکي تضمين کولای سي، که چيري ملت محوره حرکت رامنځته نسي، ملت ددې حالت څخه ګټه نسي پورته کولای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *