د توطئې تیوري د سیاست په شمول د بل هر علم او فن سره اړیکه لري. په سیاستونو کې عام خلک غولول کېږي، د هغوی پر ارادو معامله کېږي. عامو خلکو ته هر څه بېړني او بې پلانه ښکاري، خو د نړۍ څارګر او ستراتيژيک سیاستونه هر څه څاري او د اړتیا په وخت کې د توطئې له تیورۍ کار اخلي.
کلونه وړاندي د هلمند ولایت مقام ودانۍ ته نږدې یو بله خصوصي دنګه ودانۍ ودانه وه، بریدګرو له دې ودانۍ د والي پر مېلمستون برید وکړ، د برید له پای ته رسېدو وروسته ځايي حکومت له بهرنیانو سره په مشوره دنګه ودانۍ د تکنالوژۍ له موجوده معاصرو امکاناتو څخه په استفادې ړنګه کړه.
بهرنیانو د خلکو د ساده توب د کچې معلومولو لپاره د توطئې تیورې په لار واچول، هغه مهال د مارجې ولسوالي چې له لښکرګاه سره په پنځلس کلومترۍ کې پرته ده، د طالبانو په کنټرول کې وه. د خلکو په منځ کې پوره یو کال، دا خبرې پورته کښته کېدلې چې ګڼي نړېدلې ودانۍ مارجې ولسوالۍ کې د یوه ځايي کروندګر پر کرونده راپورته شوې، خلکو باور لاره چې هغه مهال د ودانۍ پر سر د لانجې دعوه د طالبانو په یوه ځايي کمېسیون کې څېړل کېدل.
موږ تل همداسي غولول شوي یو، په ښکاره مو تر سترګو یو څه تېرېږي خو د پردې تر شاه نور څه روان وي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په روانو خبرو کې ملت همداسي ناخبره ساتل شوی. خلک په هیڅ هم نه پوهېږي چې د هغوی د اولادونو، خاورې او پانګې سرنویشت په څه کېږي؟ افغان ملت په وار وار د پنجاب توطئو ځورولی، ځکه نو اوس یو ځل بیا د پنجابۍ توطئې څخه ویره لري.
د سولې له روان بهیر سره چې خبرې یې خورا تودې شوې، دا پوښتنې را ولاړېږي چې ملت یې په اړه له پوښتنو ورها خوا جدي اندېښنې هم لري. ایا د سولې روانې خبرې به محسوسه پایله ورکړي؟ ایا امریکایان په رښتیا هم نور په افغانستان کې د پاتې کېدو دلچسپي نه لري؟ که امریکایان له کوم توافق پرته له افغانستان څخه وځي، نو بدیل به یې څوک وي؟ ایا افغان دولت د امریکا او نړیوالو له مرستیو پرته ژوند کولای شي؟ ایا د سولې د توافق په صورت کې موقت حکومت ملت ته د منلو دی؟
په تېرو څو لسیزو کې پرلپسې څو نظامونه ړنګ شوي او بیرته په نسبي توګه ودان شوي. له خلکو سره تر ټولو لویه اندېښنه داده، که سوله کېږي، نو موجوده نظام او لاسته راوړنې خو به له سره د موقت حکومت په معامله کې له منځه نه ځي؟ که ځي نو ددې هېواد او خلکو راتلونکی برخلیک به څه وي؟ دا خاوره لا مالک نه لري، لا هم د پاکستان د ستراتیژیک عمق قرباني کېږي؟ نن د پرونۍ سکې دوهم مخ دی، که امریکایان له کوم اساسي توافق پرته په خپل لاره ولاړه، زموږ برخلیک به د کاونډیو څارګرو په واک کې ولوېږي، هغوی په افغانستان کې له کورنۍ جګړې او هرج و مرج پرته هیڅ بله طرحه او پروګرام نه لري.
تر هغه وروسته چې روسان له افغانستان څخه ووتل، موجوده نظام ړنګ شو، پاکستاني چارواکو به هماغه مهال خپل ملت ته د خپل وخت تر ټولو لویه لاسته راوړنه د افغانستان د نظام په ځانګړې توګه د ملي اردو د ورانېدو خبره کوله. د پاکستان د ستراتیژیک عمق دوهمه بریا داوه چې په افغانستان کې یې جهادي ډلې په خپلو کې سره اخته کړې، کورنۍ جګړه پیل شوه، په ترڅ کې یې د طالبانو اسلامي تحریک رامنځ ته شو، چې تر وروستۍ ورځي یې پښه په کورنۍ جګړه کې بنده وه.
د ۲۰۰۱ز کال په وروستیو کې امریکا له خپلو متحدینو سره افغانستان ته راغله، د طالبانو رژیم یې ړنګ کړ، طالبان په بُن کانفرانس کې بې برخې پاتې شوه، د دوو کلونو په اوږدو کې بیرته منسجم، ځواکمن او د جګړې کولو له توان سره په ۲۰۰۳ز کال کې د هېواد په سویل کې یې جګړه پیل کړه چې تر نن ورځې لا هم دوام لري. روانه جګړه هره ورځ د لسګونو افغانانو ژوند ګواښي، پر دولت او طالبانو سربیره ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبلې اوښتي، هغوی کډوال شوي، ستړي شوي او بې کوره شوي. ځکه نو؛ هر افغان سوله غواړي او په دې باور لري چې له سولې پرته بله هیڅ لاره زموږ د درد دوا کېدلای نشي.
خو اوس پوښتنه داده چې سوله، خو په کوم قیمت؟ دا اسکېرلی ملت چې له لسیزو په وینو کې رغړي، لا یې هم برخلیک نه دی معلوم. هغه سوله چې تېر اوولس کلونه پسې زړه چاودي وو، نن یې راتګ راته سل اندېښنې زېږولي، هیڅوک نه پوهېږي چې د هېواد او نظام برخلیک به څه کېږي؟ ایا موږ به بیا در په دره د کډوالۍ بستر په شا په ګاونډیو هېوادونو کې ګرځو؟ که به رښتیا هم د امریکا په شمول ټول شریکان په افغانستان کې نور د روانې جګړې پای ته رسېدل غواړي؟
د کورنۍ جګړې پر مهال، امریکايي څارګرو هڅه کوله چې په هر قیمت وي، مجاهدینو ته ورکړل شوي سټینګر ور ټول کړي. هغوی هماغسي وکړل، دا ځکه چې دې هېواد مالک نه لاره. نن ورځ دا هېواد مالک لري، ددې هېواد مالک موجوده نظام دی، نظام نه د غني او عبدالله ټیکه ده، نه هم د طالبانو ونډه. که طالبان موجوده نظام له ځانه پردی بولي، یا یې له سره بیا جوړول غواړي، دا نو بیا د هېواد ورانولو او بیا په کورنۍ جګړه کې د ښکېلتیا په معنی ده. هیڅوک هم دا دعوه نه کوي چې موجوده نظام په ځانګړې توګه اوسنی حکومت پاک، منظم او خلکو ته په هره معنی د منلو وړ دی، خو له ټاکنو پرته یې بدیل هم نه تر سترګو کېږي. که د سولې د توافق په صورت کې د موجوده نظام د اصلاح او پیاوړتیا لپاره ملي پروګرامونه ترتیب شي، ژر تر ژره ولسمشرۍ تاکنو ته لاره هواره شي، په دې صورت کې د افغانستان د ثبات نقشه پلې کېدای شي.
د ملت غوښتنه داده، که د ټاکنو له لارې هر څوک واک ته رسېږي ملت به یې ملاتړ کوي او د هغوی تر حکومت لاندې به له قانون سره سم ژوند کوي. که دلیل دا وي چې موقت حکومت د حل لار ده، ایا موقت حکومت د موجوده نظام مات او ګوډ تنظیم په ثبات کې ساتلای شي؟ ایا موقت حکومت د امریکایانو د وتلو چاره مدیریت او په کور دننه تشه ډکولای شي؟ ایا موقت حکومت روان سیاسي او اقتصادي بحرانونه کابو کولای شي؟ او که لږ تر لږه دا باور لرلای شو چې موقت حکومت د ولسمشرۍ ټاکنو ته لاره هوارولای شي؟ موقت حکومت به هو بو هو له موجوده څېرو څخه د یوه یا څو تر رهبرۍ لاندې جوړېږي، دا هغه څېرې دي چې په تېره څه باندې یوه نیمه لسیزه کې د امریکا او نړیوالو له بشپړ ملاتړ سره سره هم ونه توانیدل چې د ملت غوښتنو ته ځواب ووايي او یا دې د اداري فساد، نیستۍ او نورو ستونزو پر وړاندي حکومت ښه رهبري کړای شي.
که طالبان ددې خاورې د مالکیت دعوه کوي، نو موجوده نظام هم ددې خاوري یوه برخه ده، هغه برخه چې د خلکو د وینو او قربانیو په بدل کې ماته او ګوډه ودانه شوې، چې دوام یې هم د امریکا له مالي مرستو پرته ممکن نه دی. طالبان دې د خپل تحریک لپاره پر نړیوال تضمین سربیره له افغان حکومت سره یو ځای له امریکا او نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د اوښتي زیان په بدل کې لږ تر لږه د راتلونکو دوو لسیزو لپاره بشپړ مالي او ډیپلوماتیک ملاتړ تضمین واخلي. داسي نه چې سوله مو وشړېږي او د کورنۍ جګړې بل نابود څپرکی پیل شي.
د سولې روان بهیر د امتیاز د ورکړې پر بهیر بدل شوی. امریکا ځان ته پکې له افغانستانه د وتلو د اوړو پزه جوړوي، د سیمې هېوادونه یې هر یو د خپلو ګټو په پار په روانه پروسه کې دلچسپي لري، په کور دننه یې ځیني پر موقت حکومت ټینګار کوي، غواړي په خپلو کې څوکۍ او امتیازات وویشي. سوله باید د امتیازاتو ونډیزه پروسه نه شي، بلکې د روان بحران د پای ته رسولو، د موجوده نظام د لا پیاوړي کولو او د ټاکنو له لارې د نوي حکومت راتللو یوه مثبته او با ثباته پروسه شي.
سوله باید د افغانانو د توی شوو وینو په بدل کې د هغوی مجوده او راتلونکو نسلونو ته ښېګڼي راوړي، دا ښېګڼي د جګړې پای ته رسېدل، د طالبانو په موجودیت کې د موجوده نظام اصلاح او پیاوړتیا، د ملي یووالي تحقق، د پرمختیايي چارو چټکتیا، د امریکا په شمول د نړۍ او سیمې د هېوادونو د هراړخیزې مرستې جلب یې په لومړیتوبونو کې راځي.
ملت غواړي چې د سولې رواني خبرې له بین الافغاني دریځه داسي پر مخ لاړې شي چې تر بل هر چا پکې افغانستان ډېره ګټه وکړي، داسي ګټه چې د سولې له توافق سره سم هر افغان بچی په ارام دماغ سبا ورځ وکولای شي ښوونځی ته ولاړ شي. داسي ګټه چې سبا ددې خاورې عسکر او طالب بچي یو بل په غېږ کې ونیسي. د هغې سرتورې مور مرسته وشي چې یو زوی یې حکومت او بل یې تحریک کې له لاسه ورکړي. سوله باید موږ ته داسي محسوسه پایله راکړي چې نور مو د کلیو خلک له چاپو او بمباریو پرته د شپي ارام خوب وکړي. سوله مو هر کلي او کور ته خوښۍ راوړي. داسي سوله چې هیڅ لوری پکې د نه مالکیت او تسلیمۍ احساس وکړي.
دا هر څه هغه وخت ممکن دي چې پر افغاني ټغر د افغانانو ترمنځ د نړیوالو او سیمې هېوادونو په شتون کې د افغان غمېزې پر حل باندې بنسټیزې خبرې وشي. تر بل هر چا د اسکېرلي، ویجاړ شوي او د جګړې په اور کې سوزېدلي افغانستان ګټو، تلپاتې سولې او ثبات ته پاملرنه وشي.
ملت خوښ دی چې طالبانو ته د سولې په توافق کې نړیوال تضمین ورکړل شي، د هغوی زندانیان خوشي شي، مشران یې له تور لیسته ووځي، په نظام کې پراخه او عملي ونډه ورکړل شي، د یوه سیاسي پیاوړي حزب په توګه فعالیت وکړي او د ۲۰۱۹ز کال په ولسمشرۍ ټاګنو کې نوماند ورکړي او خپل پراخ ګډون ثابت کړي.
ملت غواړي چې امریکایان د یوې معقولې او عملي طرحې له مخي له افغانستان څخه په تدریج ووځي، خو افغانستان ته د اوښتي زیان په بدل کې لږ تر لږه د دوو لسیزو لپاره مالي مرسته ورکړي، د نظام د ثبات او اصلاح په برخه کې د قانون په چوکاټ کې همکاري وکړي. خلک غواړي چې موږ له خپلواک او مستقل دریځ څخه له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو، پر ګوادر سربیره له چابهار او لاجورد لارې هم ګټنه وکړو. ټاپي، کاسا-۱۰۰۰، ټوټاپ او نورې بنسټیزې پروژې پلي شي، د افغانستان اوبه مدیریت شي، د طالبانو اسلامي تحریک او بل هر حزب ددې هېواد د مالکیت احساس وکړي.
ملت غواړي چې یو ځل بیا مو ټانک، توپ او طیاره کباړ نشي، یو ځل بیا د پردیو د توطئو ښکار نشو. سوله دې د افغانانو ترمنځ دې وشي، لویه ګټه دې افغانستان ته ورکړل شي، چې په ترڅ کې یې موجوده نظام پياوړی، اصلاح او همه شموله شي. له دې پرته موقت حکومت، د نظام ورانولو او بله هره افغان ضد طرحه له توطئې ورها خوا بل څه نشي کېدای.