پټکی یې نه په سرولو وړه سپینه خولۍ یې خوښیده، کله کله به تور سر ګرځیده، خو کلی و،د ښار د خلکو خویونه یې نه کول، هغه ډیر ګړندی و، د هر غره دره او لمنه ورته مالومه وه، د سترګو په رپ کې به د غره له یوه اړخه بل اړخ ته اوښته، هغه به سهار وختي چې کله رمه روانوله، له ځان سره به یې وچه مړۍ او سړې اوبه راواخیستې.
د شپیلۍ له غږ سره یې د خلکو مینه څه چې حیواناتو به هم نرمښت ښوده، د هغه ټوله نړۍ بس دا وه، د دنیا له ډیرو غمونو نه خبریده، یوه ورځ چې رمه یې وختي کلي ته راوسته نو د جومات په خوا کې یې د یوه کلیوال سره خبرونو ته غوږ شو. یو ناڅاپه یې واوریدل:
درنو اوریدونکو پام وکړی یوه بیړني خبر ته!
شیبه وړاندې د کابل په مرکزي برخه کې د یوې زورورې چاودنې غږ واوریدل شو، او ځای ځای د سپکو وسلو ډزې اوریدل کیږي. عیني شاهدان وایي چې په سیمه کې په لسګونه عام وګړي بند پاتې دي. سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، د درد احساس یې وکړ،
خپل کوچنی زوی یې وریاد شو چې کابل ته د ماماګانو کره تلی و.
له ساړه اسویلي ایستلو وروسته یې په خوله دا خبره راغله:
کاش چې زه د مخالفینو مشر وای، او سبا مې بې قید او شرطه د دولت سره د سولې معاهده لاسلیک کړې وای.