د بدلون اوونیزې سرلیکنه –
سوله له انسانیت سره مساوي ده او جنګ هم له وحشت سره یو شی دی؛ دا هغه فورموله ده چې افغانانو د خپل ټول تاریخ په اوږدو کې په عام ډول او په تېرو ۳۷- کالو کې په ځانګړې توګه تجربه او زده کړې ده.
هر څوک چې په تیوري او مجالسو کې د سولې ستاینه کوي، سولې ته امیدواري لري، پر سولییزو نظریاتو و مطالعاتو آفرین وايي نو دا د دې ثبوت دی چې دغه کس یا د کسانو مجموعه له انسانیت سره اُنس لري او څوک چې په عمل کې د سولې لپاره لاس و پښې وهي نو صفا پیام یې دا دی چې په سر و سینه کې یې د انساني خصلت هوا چلیږي او د دې عکس فرضیه هم ثابته ده.
افغان ولس د ۱۳۵۷ د ثور له ناانسانيترین و خونړي اوښتون سره سم د سولې له ستر نعمت څخه بې نصیبه دی؛ دا دی ۳۷- کاله وشول چې د جنګ شیطان یې د ژوند پر مېنه په شر و بې شرمې اخته دی او د هستۍ پر هر رنګ و رڼا یې د تباهۍ توپان ور خوشي کړی دی؛ ۳۷- کاله کيږي چې افغان انسان سولې ته تږی دی خو د سولې کوثر ته نه رسیږي خو دا ضرورې اصل هم باید هېر نکړو؛ څومره چې د سولې سپینه کوتره له سترګو لیري کيږي نو هغومره ور ته تلوسه لا زیاتیږي.
نن- سبا چې یو وار بیا د سولې د فصل یوه نوې څپه را ولاړه شوې، د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استاځو تر منځ د څلور اړخیزو ناستو لړۍ را نښلېدلې ده نو زموږ له مرګ- ژوبلې ستومانه ولس هم ښه پوره ور ته هوسیږي.
لومړۍ غونډه یې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د روان ۱۳۹۴ کال د جدي پر لسمه جوړه شوه او د سولې پر میکانیزم خبرې وشوې؛ دوهم وار په کابل کې د جدي پر ۲۸- مه سره کښېنستل؛ په دا منځ- منځ کې په قطر کې د پګواش نړیوالي مؤسسې له خوا یوه غیر رسمي د سولې درې ورځنۍ ناسته تنظیم شوه؛ که څه هم په تېر ۳۷- کلن جنګ کې د سولې هیڅ هڅې مثبته نتیجه نه ده ور کړې خو بیا هم دغو سولییزو هلو- ځلو ته درست افغان ولس د هیلو سترګې نیولې دي ځکه څومره چې جګړه و تاوتریخوالی ډیريږي و اوږدیږي نو په هماغه تناسب ور څخه د ملت نفرت زیاتیږي او د هر سولییز حرکت د بریالیتوب لپاره د دعا لاسونه پورته کوي، هر د سولې ږغ ته په خورا لېوالتیا غوږ- غوږ وي او د سولې په هره هڅه کې یې لا ډېر سر خلاصیږي چې څوک د تشدد د شیطان نماینده دی او څوک هم د سولې د فرشتې استاځی؟
بالاًخره ولس تصمیم نیسي چې د خشونت پر شیطان لعنت و ولاحوله ووايي او د سولې هر پیام ته هر کلی.
افغانانو په ۳۷- کاله کې دا دقیق درس ډېر ښه زده کړ چې په جنګ کې هیڅ اړخ ګټونکی نه دی او په سوله کې یو جهت بایلونکی نه دی، راځئ چې د دغې تیورۍ لپاره هم ژوندی مثالونه را مخې ته کړو:
یو- کمونیستانو چې د مرګونو د توپان او وینو د جریان په نتیجه کې پر داوود خان مرحوم خونړۍ کودتا وکړه، د واک پر یابو سپاره شول نو دوی ناسمه محاسبه وکړه، داسې چې ګواکې ویې ګټله اما و مو نه لیدل چې تر هر چا یې زیاته و بایلله؟
دوه- بیا چې ارواښاد ډاکتر نجیب الله مجاهدینو ته د سولې ټولې دروازې پرانیستې خو مجاهدین د (سي آی آې) او (آی ایس آی) د باروتو په زور د ټینګېدو نه ول، دوی په دې غلط فهمي کې تللي ول چې سره شوروي ته یې شکست ور کړی دی، بیا نو د هغوی له پاتي شونو سره سوله تر ټولو لوی حماقت دی، اما چې سوله یې حماقت بلله نو د خپل دې حماقت په پایله کې مو مشاهده نکړه چې د دنیا په تر ټولو ذلیلترین شکست محکوم شول؟
درې- طالبانو چې د اسلامي امارت د اقتدار په نشه کې د خدای تعالي حمایت یوازې د ځان مقدر باله او سوله ور ته د اسلام و مسلمه اُمت په حق کې ګناه کبیره ایسېده نو آیا د بدنامترینې ماتې او دربدرۍ بله بېلګه یې په اسانه میندلای شو؟
او نن که بیا د پردیو ستراتیژیو د تطبیق لپاره په سرناخلاصه او جاهلانه توګه د نورو په پيسو و وسلو سمبال اړخونه، سوله د خپل نفس تقاضا نه بولي او د لا خونړي جنګ په جنون کې د مطلق واک و واکمنۍ شیطاني خوبونه ویني نو دا خوبونه دې اوبو ته ووایي؛ یو وار دې د خپلو اسلافو سرنوشت ته لږ تر لږه یوه سطحې توجه واړوي او تماشا دې وکړي چې د ذلت او خجالت په کومو ناکامو کندو کې پراته دي؟ باور مو دی چې ډېر ژر به د حتمي سولې لپاره الهي، نبوي او انساني حکم ته غاړه کښيږدي او حتمي بری به یې په برخه شي.
په افغانستان کې د سرتاسرې سولې = انسانیت په اسره!
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/ دولسمه/ پرلپسي ۶۴ مه ګڼه/چهارشنبه/ سلواغه/۱۴/ ۱۳۹۴