دا خبره د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د سولې پروسې په لا پیاوړتیا کې د علماوو د ارزښت تر سرلیک لاندي جوړه شوې غونډه کې وکړې.

په دې اړه نن ۱۳۹۵یم کال د لیندۍ په اتمه نېټه د پکتیکا ولایت مقام د غونډو په تالار کې غونډه جوړه شوې وه چې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت، د ولایتي شوارغړي، د سولې شورا رئیس، د حج اوقافو رئیس، د دغه ولایت د شرقي زون لسګونو دیني علماوو او درسنیو استازو پکي ګدون کړی وو.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وویل: سوله د دولت او اساسي قانون امر نه دی بلکې سوله یوالهي امر دی او سوله د انساني ژوند بنسټ بلل کیږي نو په همدې اساس باید مسلمانان په یوالي سره د سولې په راوستلو کې هڅه وکړي تر څو ولسونو ته د ښه ژوند زمینه برابره شي.

ښاغلي وحدت وویل: علما دې له ځانګړيو مهارتونو څخه کار واخلي مخالفینو ته دې د ممبر له لاري تقریرونه وکړي، هغوی ته دي د سولې ګټې او ارزښتونه بیان کړي تر څو هغوی د سولې  پروسې سره یو ځای کیدو ته راضي شي او په انساني ټولنه کې ژوند غوره کړي.

وحدت وویل: وسلوالو مخالفینو دا اوس هم د پکتیکا ولایت په ډيری سیمو کې د پوهنې، روغتیا او بیارغونې چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړې دي چې په دې سره دوی د خپلو ولسونو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي او هغوی له تمدون او پرمختګ څخه لري ساتي.

نوموړي په وسلوالو مخالفینو غږ وکړ چې نور دې له جنګ او جګړو څخه لاس واخلي د پوهنې، بیا رغونې او روغتیا په برخه کې دې ولسونو ته ستونزې نه جوړوي، د هغوی د انساني او اجتماعي ژوند مخنوی دې نه کوي او ځانونه دې د سولې له پروسې سره یوځای کړي.

وروسته له اجنډا سر سم د سولې شورا او حج اوقافو رئیسانو اونورو دیني علماوو په خپل وار سره خبرې وکړي او په خبرکې یې د پکتیکا له والي سره ژمنې وکړې چې دوی به د ممبرونو له لاري وسلوال د سولې او امن لوري ته رابولي.
دوی دغه راز  د وسلوالو اوسنۍ کړنې ظالمانه او بې رحمه وبللې او له هغوی څخه یې وغوښتل  چې په پکتیکا کې دې نور وینې تویول بس کړي او د دغه ولایت په پرمختګ او لا سمسورتیا کې دې ولسونو او ولایتي ادارې ته ستونزې نه جوړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *