ګل رحمان رحماني

د ښار په يوه تنګ واټ کې سوله او جګړه سره مخامخ شول، جګړې په وينو سرې او خېرنې جامې اغوستې وې، خو د سولې سپينو جامو هم له تورو او سرو خاپونو خپل رنګ بايللى و.

جګړه پښه نيولې شوه او سولې ته يې په پوښتونکي نظر وکتل! دا ولې اغلې سولې! زما د جامو رنګ خو له ازله همداسې دى، ته ولې په دې حال يې؟ خلک خو وايي چې ته سپينه او سپېڅلې يې، کټ مټ د واورې او يا شيدو په څېر!

سوله غلې وه، ټول ځان يې يو ځل بيا له نظره تېر کړ او د جګړې وېروونکې او ناوړه څېرې يې پر وجود لړزه راوستله، غوښتل يې همداسې بې ځوابه ترې روانه شي، خو ټپي زړه يې را ټول کړ او تم شوه.

جګړې! ته رښتيا وايې، دا زما جامې نه دي، ما اوس خپله څېره بللې، دا مې د تن ټپونه او داغونه دي، زما اصلي جامې ډېر پخوا هغوى څيرلې چې زما په ستاينه سر دي، زما د ګټلو او تقدس لپاره جګړه کوي، خو سوله يې يوازې په ژبو کې ځاى لري، په زړونو او روح کې جګړې سره مينه پالي.

زه اوس په دې ښار کې يوه بېنوا سوالګره يم، زه ددې ښار د واکمنانو په زړونو او ذهنونو کې ځاى نه لرم، د هغوى په موسکا او ورين تندي کې يوازې ستا څېره څرکونه وهي، زه يې يوازې د ژبو په څو تکراري تورو کې محدوه يم.

زما جامې خو ددې نړۍ خالق له اسماني رنګ او رڼا نه ګنډلې، که چېرته يې په رښتيا هم واغوندم، نو د سولې تش په نامه مينانو نقابونه به وسوځوي، اصلي هيلې او څېرې به يې راڅرګندي شي.

د دعاګانو له هغو لپو به يې چې ما پرې غواړي، په وينو سرې او وحشتناکې پنجې راووځي، له موسکاوو به يې څېروونکې داړې او د چړو په څېر تېر غاښونه را ښکاره شي او قلمونه به يې د بې وسو په پرهرونو کې له خښو خنجرونو وحشناک وي.

اوس ته ووايه چې په داسې حالت کې به مې هغوى کله پرېږدي چې ستا غوندې د ښار په واټونو کې په ارام زړه سره خپلو رنګينو جامو کې وګرځم، خپل بايللى نور پيدا کړم او ددې ښار د اوسېدونکو په سپېرو مخونو او شونډو د خوښۍ رنګونه وشيندم.

د جون ٢٩مه ۲۰۱۵

———————————

د لیکوال ځینې نورې لیکنې:

سپین سترګی، بوطیقا، شاعر څوک دی؟ ، افغاني رسنۍ او نړیوالتوب، د محب هنر، هنر ادبیات…. ،

مینه او غرور، پنځمه برخه، په ادبیاتو او هنر کې….، د ځان غم، ادبیات او تکنالوژي، قضايي لمونځ،

د شعر کرکتر، په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي… ، پېغور، د مرغانو بیه، پر ګلونو مین شاعر،

 بله ورځ، ارواپوهنیزه….، افسانه او اسطوره، نازک الملایکه…،  پټه خبره، د اسطورو مطالعه څه ګټه لري؟، شعریت څه دی؟ ، د شاعرۍ عروج او نزول، محمد اصف غمګین…، په شعر کې د کلمو ټاکنه،

ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ، د اوبو غوندي روانه شاعري، ادبیات او جادويي ریالیزم، د شعر تحلیل او تجزیه، زما مینه، د ښار ماڼۍ، د شعر فلسفه، وروستی فصل ، ادب او ټولنیز بدلون، ماشوم او پسه

One thought on “سوله او جګړه/ ګل رحمن رحماني”
  1. Salamoonah;
    La Engrezano, Bacha-e saccao, penjabyano, oRussano & amricayano saxa bayed d~Afghan jangonoo tawanoonah d` UN aw OIC etc… la xwa ; aw da tszo kala d sule cshora (tash pa nami re`isano laka Mojadedding;Late rabaning & Sons. etc..) d`afgan olus la khwa waxetil shi! Russan de d Maxim Gorki d` Jang aw Sole la roman saxa pand waxli. vessalm.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *